نیکپا د نیوزي لینډ د تکوانډو د ملي ټیم منیجر شو
د نیوزي لینډ د تکوانډو فیډریشن وویل چې افغان تکوانډو کار روح الله نیکپا یې د دغه هیواد د ملي ټیم د منیجر یا ټرینر په توګه غوره کړی دی.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان لپاره لومړی د المپیک مډال ګټونکی روح الله نیکپا د نیوزي لینډ د تکوانډو د فیډریشن له خوا د دغه هیواد د ملي ټمي د منیجر په توګه غوره شوی دی.
نیکپا نن د زمري په ۱۵ داخبره په خپل فیسبوک پاڼه کې خپره کړه.
هغه ویلي دي:«ژمن شوییم چې د خپل مهارت او پوهه وړاندې کړم چې دغه ټیم لوړو درجو ته ورسوم او ټول په یو ځای د نیوزي لینډ د تکوانډو ټیم لپاره تاریخ ولیکو»
په عین حال کې د نیوزي لینډ د تکوانډو فیډریشن هم د ټرینر په توګه د هغه د انتخاب په تایید سره ویلي چې دا د نیوزي لینډ د تکوانډو لپاره یو حیرانوونکی او ښه فرصت دی.
نیکپا په داسې حال کې د نیوزي لینډ د تکوانډو ټیم ټرینر غوره شوی چې ټاکل شوې دغه ټیم څو میاشتې په ۍ د پاریس ۲۰۲۴ په المپیک سیالیو کې برخه واخلي.
روح الله نیکپا د افغانستان لپاره د المپیک د لومړي مډال ګټونکی دی.
هغه په ۲۰۰۸ کال کې د بیجنګ د المپیک په لوبو کې د زیړومډال د خپل هیواد لپاره وګاټّ. په ۲۰۱۲ کال کې هم د لندن د المپیک په سیالیو کې برخه واخیسته او له دغه سیالیو یې هم د زیړو مډال وګاټه.
د خبر پای/.