-
پاکستان له افغانستان سره د خپلو پولو د بندولو خبردارې ورکړ
Jun 27, 2021 00:28د پاکستان وزیراعظم خبردارې ورکړی چې په افغانستان کښې د ناامنۍ د دوام په بڼه کښې به له دغه هیواد سره خپل سرحدونه بند کړي.
-
له آژانس سره هوکړه یوازې د نړیوالو څارنو په بنیاد شوې ده
Jun 27, 2021 01:06په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر بیګا د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د عمومي مدیر د وروستیو غیرحقوقي څرګندونو په غبرګون کښې وویل: له آژانس سره د ایران تفاهم یو سیاسي تفاهم دی چې یوازې د نړیوالو څارنو په اساس شوی دی.
-
امریکا هغه رسندوی بندې کړې چی د فلسطین ملاتړی دي
Jun 26, 2021 01:15امریکا هغه رسندوې بندې کړې چی له فلسطین سره په پیوستون کې مهم رول لری او د امریکا د سلطې ، فتنې او تکفیریانو په نسبت دریځ نیونه کوی .
-
اشرف غني د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو پر وړتیا ډاد څرګند کړ
Jun 26, 2021 00:59ولسمشر غني خبریالانو ته وویل، داسې ډېرې وړاندوینې شوي خو ټولې غلطې ثابتې شوې دي.
-
دا امریکا ده چی باید ایټمی موافقې ته د ستنیدا فیصله وکړی
Jun 26, 2021 00:57خطیب زاده د یوه خبریال د دغې پوښتنې په ځواب کې چی د امریکا او فرانسې د خارجه وزیرانو له خواد اعلان شوی دریځ دا دې چی برجام ته د ستنیدا لپاره د ایران د فیصلې په تمه دی ، وویل امریکا او اروپایان ډیر ښه پوهیږی چی ایران خپله فیصله هغه وخت وکړه چی له برجام د امریکا له یواړخیز وتلواو ایرانی ملت پرضد ظالمانه او غیرقانونی بایکاټونو لګولو او د اروپا له بې عملۍ سره سره په موافقې کې پاتې شو او ایټمی موافقه یې ژوندۍ وساتله .
-
د نړیوالې ایټمي موافقې په باب له تیرومنفي تجروبودرس اخستل پکاري دي
Jun 25, 2021 03:19د امریکا د اوسني حکومت مشران مدعي دي نیّت لري،په ویانا کې د روانو خبرواترو له لارې،جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا لپاره لازمې زمینې برابرې کړي .
-
د قطر او آسټریا مشرانوهم د ایران نوي ولسمشر ته مبارکي وئيلي
Jun 25, 2021 03:01د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم ریسي ته د نړۍ زیاتره هیوادونو مشرانو دمبارکۍ پیغامونه رالیږلي
-
په بغداد کې د ترهه ګرۍ ستره دسیسه شنډه شوې
Jun 25, 2021 01:56د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې یو لوړپوړی سرغنه ا و جنایتکار له تعقیبونې وروسته چې دبغداد ،نینواولایتونو او دترکیې ترمینځ ئې تګ راتګ کاوه، امنیتی ماموران بریالي شوي ، د ترهه ګرۍ دغه ستر او خطرناک چینل وپيژندي او له مینځه ئې یوسي .
-
د افغانستان وضعیّت د پاکستان او روسیې لپاره یوشان مهم دی
Jun 24, 2021 08:32د روسیې دفاع وزیر پرون په ماسکو کې په نهم نړیوال امنیتي کنفرانس کې وئيلي دي د افغانستان د موضوع حل او ددغې غوټې پرانیسل د ایران او پاکستان له مشارکت او ملګرتیا پرته هیڅ امکان نه لري .
-
په افغانستان کې دطالبانو او افغان پوځ په اخ وډب کې د سلګونوکسانووینه توي شوي
Jun 24, 2021 07:34په تیرو څو اونیو کې دافغانستان د زیاتره ولایتونو ولسوالۍ په داسې حال کې د طالبانو لاس ته ورغلي دي ، چې حکومتي چارواکي وائي د عاموخلکو د مرګ ژوبلو د مخنیوي په خاطر ئې له ځینو ولسوالیو شاتګ کړی چې یو تاکتیکي اقدام ؤ او طالبانو له فرصته په استفادې سره پرې منګولې اچولي دي .