په بغداد کې د ترهه ګرۍ ستره دسیسه شنډه شوې
د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې یو لوړپوړی سرغنه ا و جنایتکار له تعقیبونې وروسته چې دبغداد ،نینواولایتونو او دترکیې ترمینځ ئې تګ راتګ کاوه، امنیتی ماموران بریالي شوي ، د ترهه ګرۍ دغه ستر او خطرناک چینل وپيژندي او له مینځه ئې یوسي .
موازین نیوز خبری سایټ راپور ورکړی ، د عراق الحشد الشعبي مبارز ځواک پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، ددغه مبارز ځواک مامورانو ، په یولړ عملیاتو سره ، دعراق په پلازمینې بغداد کې د ترهه ګرۍ دغه ستره دسیسه له اجرا کیدا مخکې شنډه کړې ده .
ددغې اعلامیې په اساس ،د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې یو لوړپوړی سرغنه ا و جنایتکار له تعقیبونې وروسته چې دبغداد ،نینواولایتونو او دترکیې ترمینځ ئې تګ راتګ کاوه، امنیتی ماموران بریالي شوي ، د ترهه ګرۍ دغه ستر او خطرناک چینل وپيژندي او له مینځه ئې یوسي . دغه جنایتکار په بغداد کې په جعلی هویتونو سره تګ راتګ کاوه څو د ترهه ګر اقداماتو لپاره لاره هواره کړي ، خو له جنایته مخکې د قانون په منګولو کې سره د یوشمیر نورو جنایتکار و ګیر شو ا و دسیسه ئې شنډه شوه .