-
لاسليک شوے سپين استعفاء ليک د افغان چارواکو د کنټرولو لپاره د اشرف غني يوه حربه
Apr 05, 2021 00:48افغان ولسمشر د افغانستان د کابينې او د دغه هېواد د فوځي او امنيتي چارواکو د کنټرولولو لپاره له هغوي څخه له تاريخ نه بغېر د لاسليک شوي استعفاء ليک غوښتنه کړې ده.
-
د ټولو بنديزونو ختمول د امريکې په وړاندې د ايران واضحه سياست دے
Apr 05, 2021 03:21د ايران د اسلامي جمهوريت د عدليې مشر تاکيد وکړ، د امريکې په وړاندې د ايران د اسلامي جمهوريت واضحه سياست د ټولو بنديزونو ختمول دي.
-
حماس له سعودی څخه د فلسطيني بنديانو د آزادولو غوښتنه وکړه
Apr 05, 2021 03:14حماس د رياض له چارواکو وغوښتل چې د روژې د مبارکې مياشتې له شروع کېدو نه مخکښې دې د شپېتو فلسطينيانو دوسيه چې په سعودي کښې په بې بنيادو تورونو په قېد کښې پراته دي ختمه کړي.
-
د کابل په چاودنه کښې ۳ افغان عسکر ووژل شول
Apr 05, 2021 03:10د افغانستان امنیتي چارواکي وایي، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند په پنجه چنار سیمه کښې موټر بم چاودنې له کبله درې تنه سرتیرو ژوند بایللی او ۱۲ تنه نور ژوبل شوي دي.
-
د جګړې ښکېل لوري دې د عامه خلقو خوندیتوب ته جدي پام وکړي
Apr 05, 2021 03:07د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي او د عامه خلقو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
-
طالبانو خپل وسله وال کمېشن ته د جګړې امر ورکړ
Apr 05, 2021 02:54وروسته له هغه چې په خوست او ننګرهار کښې د عامه خلقو د وژنې ویډيو ګانې خپرې شوې اوس طالبانو په یوه اعلامیه کښې ويلي دي چې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په وړاندې به دوي نور خاموش پاتې نشي.
-
په يمن د سعودي حملې مرګ ژوبله رامنځته کړه
Apr 05, 2021 01:41خبري سرچينو رپوټ ورکړ، د يمن د شمال په صعده صوبې د سعودي تيريګرو د توپونو په حمله کښې دوه عامه يمنيان ووژل شول او شپږ تنه نور ژوبل شول.
-
جنوبي کوريا د ايران د بلاک شويو پېسو له ستنولو څخه په ډډه کولو کښې اصلي زيانمنېدونکې ده
Apr 05, 2021 01:32د ايران په اسلامي شورا جرګه کښې د اسلامي انقلاب د ولسي ځواکونو د فراکسيو نائب مشر وويل، جنوبي کوريا د ايران د بلاک شويو پېسو له ستنولو څخه په ډډه کولو کښې اصلي زيانمنېدونکې ده.
-
د ايران سفير د سين کيانګ له مسلمانانو سره د تعلقاتو د پراختيا غوښتنه وکړه
Apr 05, 2021 00:00په چين کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير چې د چين په شمال کښې سين کيانګ مسلمان مېشته سيمې ته لاړ دے په يو ټوئيټ کښې د دغې سيمې ظرفيتونو ته په اشارې سره له هغوي سره د تعلقاتو د پراختيا غوښتونکے شو.
-
طالبان په افغانستان کښې (7) (په افغانستان کښې د اقتدر د راتلونکي جوړښت پس منظر)
Apr 04, 2021 09:50د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د تودو سلامونو او نېکو هيلو په وړاندې کولو سره طالبان په افغانستان کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. هيله ده چې د تېرو پروګرامونو په شان مو د پام او استفادې وړ وګرځي.