-
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اړمنو بندیانو د خلاصون لپاره مالي مرسته وکړه
Mar 17, 2024 01:17د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اړمنو بندیانو د خلاصون لپاره دوه میلیارده تومانونه ځانګړي کړل.
-
د ایران پرضد د نویو بایکاټونو اعمالول
Mar 16, 2024 13:57د ایران اسلامي جمهوریت له تېرو څلورو لسیزو راهیسې تل د امریکا له بندیزونو سره مخامخ دی. د امریکا یو مهم هدف دا دی چې ایران په ګونډو کړي. ځکه چې د ایران اسلامي جمهوریت د یو خپلواکه هیواد په توګه له امریکا خپلواکه سیاستونه غوره کړي دي او تر اوسه د امریکا هر اړخیز فشارونه د ایران د خپلواکه سیاست د تعقیبولو مخه نه شي نیولی.
-
د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د ډزو له امله ۷ تنه مړه او ټپیان شوي
Mar 17, 2024 04:10د امریکا د پنسلوانیا ایالت په ختیځ کې د فالس ټاونشپ په ښار کې د شنبې په سهار د مرګوني ډزو له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
-
په ننګرهار کې يوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زېږولي
Mar 17, 2024 03:15د ننګرهار عامې روغتيا رياست مسئولين وايي چې د جلالاباد په سیمهایز تخصصي روغتون کې یوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زیږولي چې څلور هلکان او یوه نجلۍ ده.
-
صهیونیسټان به د ایران د وېشلو آرمان قبر ته یوسي
Mar 17, 2024 02:46د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی، د ایران د تقسیم په اړه د صهیونیسټي رژیم د پخواني امنیتي چارواکي«مردخای کیدار» د څرګندونو په غبرګون کې وویل: تاسو به دغه ارمان قبر ته یوسئ.
-
د پاکستان لومړي وزیر بیا د سعودي ولیعهد ته د اسلام اباد د لیدو بلنه ور کړه
Mar 17, 2024 02:42د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان څخه بیا وغوښتل چې اسلام آباد ته په رسمي سفر ور شي.
-
متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلفوني خبرې وکړې
Mar 17, 2024 02:34د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټلیفوني خبرې وکړې.
-
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي
Mar 17, 2024 02:13د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې پر تسهیلاتو او د سوداګرۍ اسانتیاوو په تړاو خبرې کړي دي.
-
- د امریکا او صهیونیسټ رژیم له ګډو دسیسو سره د مقابلې لپاره د فلسطیني ډلو چمتووالی
Mar 16, 2024 11:12د فلسطین د ملی نوښتګر غورځنګ عمومی منشی مصطفی البرغوتی» په غزې تړانګې کښې د لنګرګاه د جوړولو په باره کښې د امریکې د حکومت او صهیونیسټ رژیم د نوې ګډې دسیسې په هکله خبرداری ورکړ.
-
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو هرکلی کړی دی
Mar 16, 2024 10:48د طالبانو سرپرست حکومت په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې له یوناما سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.