-
عمران خان ته د لس کاله بند سزا
Jan 31, 2024 12:26د پاکستان احتساب محکمې د دغه هیواد تیر وزیراعظم عمران خان او پخوانی خارجه وزیر شاه محمود قریشي د محرمانه اسنادو د ایشوا کولو په تور په ۱۰ کلن بند محکوم کړل.
-
د افغانستان دفاع وزارت تېره شپه د یو شمېر هېوادونو د استازو او سفیرانو کوربه و
Jan 31, 2024 07:43همدارنګه د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین، ایران او پاکستان له استازو سره جلا غونډه هم وکړه.
-
نورستان ولایت کښې زرګونو کورنیو ته د ژمنیو مرستو د ویش لړۍ پېل شوه
Jan 31, 2024 07:34ځایي چارواکي وایي هرې کورنۍ ته نغدې پیسې او د ژمي جامې ورکول کیږي
-
ننګرهار کښې له اوو روغتونونوسره د لکونو ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه
Jan 31, 2024 07:25چارواکي وایي د دې وسایلو پر مټ به په روغتونونوکې وړاندې کیدونکو روغتیایي چوپړتیاو کې ښه والی راشي
-
سپینې ماڼۍ ته دټرمپ دتلو لاره باید بنده کړو
Jan 31, 2024 03:51ډونالډ ټرمپ د امریکا دولسمشرۍ د څوکۍ د بیرته ترلاسه کولو لپاره مناسب نه دی ، ځکه هغه پرملی ګټو شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي.
-
د پاکستان په بلوچستان صوبې کې ۹ ترهه ګر هلاک شول
Jan 31, 2024 03:04د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې وئيل شوي دي،چې دغه هیواد په بلوچستان صوبې کې دعامو خلکو په یوې سیمې باندې د ترهه ګرو په حملې کې د جنایتکارو ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې نهه بیلتون غواړي ترهه ګر هلاک شوي او په دغو عملیاتو کې څلور پوځيان هم وژل شوي دي .
-
طالبان له ګاونډیوهیوادونو سره د اړیکوپیاوړتیا او دګډو پولوثبات غواړي.
Jan 31, 2024 03:01محمد یعقوب مجاهد د ایران د اسلامی جمهوریت ، چین او پاکستان له استازو سره په جلاجلا کتنو کې ټينګار کړی دی چې طالبان له ګاونډیو هیوادونو سره د هرډول دوه او څو اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او د متقابل احترام په اساس راشه دیرشه ته تیار دي او له نورو هیوادونو سره هم د پراختیا او ترقۍ په زمینې کې ملګرتیا او د امنیت تامینولو ته کلک هوډلري.
-
ایران هیڅکله هم د جغرافیائي پولو بدلول نه مني
Jan 31, 2024 02:55د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکو اړیکو د شورا مشر ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې د ټولو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت او خپلواکۍ ملاتړ کوي او د جغرافیائي پولو بدلیدا هیڅکله هم نه مني.
-
پاکستان کې د اوسمهال بحرانونو حل لاره پر قرآني احکامو په عمل کې نغښتې ده
Jan 31, 2024 01:36پر قرآنی اصولو پابندي نه یوازې اخلاقي مشکلات او ستونزې حل کولی شي ، بلکې دنیوي ژوند هم په فضایلو باندې په پوښل کیدا سره لا لوړولی هم شي.
-
په چین کې د افغانستان د طالبانو د سفیر باورلیک ومنل شو
Jan 31, 2024 01:20د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي پر خپل اېکس ټولنیز چینل کې لیکلی دي ، د چین ولسمشر شي جنپنګ د دغه هېواد لپاره د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه د بلال کریمي باورلیک ومانه.