-
د يوکرائن د حالاتو او د ويانا خبرو اترو په اړه د ايران او روسيې ولسمشرانو خبرې اترې
Feb 25, 2022 02:52د کرېملېن ماڼۍ مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ، د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ابراهيم رئيسي او د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن په ټيلفوني خبرو اترو کښې د ويانا د خبرو اترو او د يوکرائن د وروستيو حالاتو په اړه د نظر تبادله وکړه.
-
په ویانا کې د کار د بشپړولولپاره دې لویدیځوال مشخصې فیصلې وکړي
Feb 24, 2022 11:52د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ویانا د اتم پړاؤ خبرې اترې د فرورۍ له اتمې نیټې پیل شوي چې اوس یو ځل بیا د سیاسی مشورو لپاره د څو ورځو لپاره ځنډول شوي او د ایران دمرکچي ټيم مسئول علی باقري هم دمشورو لپاره تهران ته راستون شوی دی
-
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند اسټریا ته ورغلی
Feb 24, 2022 00:27ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي بیګا د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس او د ایران ترمینځ د فني سلامشورو د ترسره کولو لپاره ویانا ته ورغی .
-
د ويانا خبرې اترې حساسې او مهمې مرحلې ته رسېدلې دي
Feb 23, 2022 12:40د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې امريکې تر اوسه د خپل روغ نيت د ثابتولو لپاره هيڅ عملي اقدام نه دے کړے وويل: د ويانا خبرې اترې حساسې او مهمې مرحلې ته رسېدلې دي.
-
خبرې اترې د مذاکراتو لپاره نه بلکې د ښې موافقې لپاره کوو
Feb 23, 2022 02:45د ایران خارجه وزیر وايي، په ویانا کښې مونږ یوازې د مذاکرې لپاره خبرو ته نه یو ناست بلکې زمونږ هدف یوې ښې موافقې ته رسیدل دي
-
که لويديځ لورے حقيقت پسندانه چلند وکړي نو وروستۍ موافقې ته رسېدې شوو
Feb 23, 2022 08:30د ايران خارجه وزير وويل، که لويديځ لورے وغواړي له هغه څه سره چې په ويانا کښې په مېز پراتۀ دي حقيقت پسندانه چلند وکړي نوپه څو ساعتو کښې د وروستۍ موافقې مرحلې ته رسېدې شوو.
-
ایران د ویانا له خبرو پرته بندیزونه له ماتي سره مخ کړي دي
Feb 22, 2022 11:31ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران د ولسمشر د اقتصادي چارو مرستیال محسن رضايي وویل د ایران حکومت د ضرورت وړ د ډالرو د واردولو په شمول د بیلابیلو تدبیرونو په غوره کولو سره د ویانا په خبرو باندې له تکیې کولو پرته د بایکاټونو سرحد مات کړ .
-
د ایران په ضد ټول بندیزونه باید ختم کړای شي
Feb 21, 2022 10:16د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکچي ټیم سلاکار تاکېد وکړ چي په ایران باندې ټول لګېدلي بندیزونه باید لیري کړای شي.
-
ایران په ویانا کې د اروپا او امریکې د پریکړي انتظار باسی
Feb 21, 2022 11:18د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چي د ویانا په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ایران د اروپا او امریکا د پریکړي انتظار باسي.
-
د ایران مرکچي ټيم دې له ضمانت پرته هیڅ دول موافقه نه کوي
Feb 20, 2022 11:23امریکا او درې اروپائي هیوادونه باید دایران ملت ته ژمنتیا ورکړي ، چې د ایټمي چارو،ترهه ګرۍ ،توغندوي او بشری حقوقوپه پلمو سره د ایران د ملت په ضد دې د آیسا ، کاتسا او یوټرن پشمول درست بندیزونه لغوه کړي .