د ويانا خبرې اترې حساسې او مهمې مرحلې ته رسېدلې دي
(last modified Wed, 23 Feb 2022 11:40:25 GMT )
Feb 23, 2022 16:10 Asia/Kabul
  •  د ويانا خبرې اترې حساسې او مهمې مرحلې ته رسېدلې دي

د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې امريکې تر اوسه د خپل روغ نيت د ثابتولو لپاره هيڅ عملي اقدام نه دے کړے وويل: د ويانا خبرې اترې حساسې او مهمې مرحلې ته رسېدلې دي.

د اېرنا د رپوټ له مخې د ايران خارجه زير حسېن امير عبداللهیان نن په تهران کښې د عمان سلطنت له خارجه وزير سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې د ويانا د خبرو اترو په اړه په دې باندې په تاکيد سره چې هم هغه شان په خبرو اترو کښې ډېر لږ خو ډېر مهم موضوعات باقي پاتې دي،وويل: د ايران اسلامي جمهوريت به د ويانا په خبرو اترو په هيڅ وجه له خپلو سرو کرښو تېر نه شي.

د ايران د ډېپلومېسۍ د ادارې مشر وويل: ايران د ويانا خبره اترو ته ښه ګمان لري او هيله من دے چې په خبرو اترو کښې  باقي پاتې لږ، حساس او مهم موضوعات به له لويديځ لوري سره په حقيقت پسندۍ سره په راتلونکو ورځو کښې نتيجې ته اورسي.

د ايران خارجه وزير همدارنګ د عمان له خارجه وزير سره د کتنې د جزئياتو په بيانولو سره وويل: د دواړو هېوادونو تعلقات په ډېرې ښې لار کښې شتون لري او په نننيو خبرو اترو کښې موافقه اوشوه چې د دواړو هېوادونو د سياسي تعلقاتو په شان چې په ډېره لوړه سطح کښې شتون لري اقتصادي او تجاري ملګرتياو د پراختيا لپاره هم زياتې هلې ځلې اوشي.

د عمان خارجه وزير بدر بن حمد البوسعيدي د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي لپاره د عمان د سلطان هېثم بن طارق ال سعيد له يو کتبي پېغام سره نن تهران ته راغے.