-
امريکې او درې اروپائي هېوادونو د خپلو برجامي ژمنو خلاف ورزي کړې ده
Nov 18, 2021 04:24په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي پرون له برجام څخه په غېرقانوني توګه د امريکې وتلو او د دغې نړيوالې موافقې په وړاندې د اروپائي هېوادونو بدقولۍ ته په اشارې سره وويل: د برجام په اړه نه انکارېدونکې حقيقت دا دے چې ايران د برجام په شرائطو پابند ؤ او دے خو امريکې او درې اروپائي هېوادونو د خپلو ژمنو خلاف ورزي کړې ده.
-
امریکا اصلي ګرَمه او د روان حالت مسئوله ده
Nov 16, 2021 01:48د ایران خارجه وزیر بیګا له خپل ایټالیايي همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې، په ویانا کښې راتلونکو مذاکراتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، ټول لوري دې ګډ نظر ته رسیدلي دي چې امریکا د اوسني حالت مسئوله او اصلي ګرمه ده
-
اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د ټولو ګټې تامین کړي
Nov 13, 2021 10:25زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي حسین نوش ابادي ټینګار وکړ د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د استکباري قدرتونو د ګټو پراساس نه بلکې د ټولو غړیو د ګټو پراساس اقدام وکړي .
-
د غیرقانوني بایکاټونو لغو کیدل د ویانا د خبرو اترو د راتلونکي پړاو د پیلیدا ټکی :-
Nov 13, 2021 09:45د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال «علي باقري کني» په تیرو څو ورځو کښې د اټومي تړون د اروپايي لورو او د ایران د سیاسي چارواکو د نظرونو د نږدې کولو لپاره د اروپا له دریو (۳) هیوادونو انګلستان ، فرانسې او جرمني سره رغنده خبرې لرلي دي .
-
خپلو ژمنو ته د ټولو ستنېدل په خبرواترو کښې په مخ وړونکے اصل دے
Nov 11, 2021 08:44د ايران د اسلامي جمهريت خارجه وزير د ويانا د خبرو اترو بيا شروع کېدو ته په اشارې سره وويل چې خپلو ژمنو ته د ټولو لورو ستنېدل د په مخ وړونکے او مهم اصل دے.
-
نړیوال استکبار د ایران علمي او ټیکنالوژیک قدرت نه زغمي
Nov 11, 2021 01:19زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي دې ته په اشارې سره چې د اټومي ټیکنالوژۍ او د علم د پرمختللیو ټیکنالوژیو پراختیا د هیواد د پرمختګ او د پراختیا لپاره ضروري ده وویل نړیوال استکبار د ایران علمي او ټیکنالوژیک قدرت نه زغمي .
-
د بایډن دحکومت دوه ګوڼی کړچار،د نړیوالې ایټمی موافقې د احیاءپوچه ادعا
Nov 10, 2021 10:43. د ایران په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړي استازي رابرټ مالې په ښکاره وئیلي دي ،چې واشنګټن د ایران په ضد خپلو ټولو بندیزونو لغوه کولو ته تیار نه دی او یوازې هغه بندیزونه به لغوه کړي ، چې فکر کوي ،لغوه کول ئې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا لپاره لازم دي .ر
-
د ایران په ضد ددرستو بندیزونو لغوه کیدا یو ضرورت دی
Nov 09, 2021 10:43د ایران خارجه وزیر دغه راز په ویانا کې د کیدونکو خبرواترو په باب هم ووئیل ، امریکا دموجوده حالاتو اصلی ګرَمه ده دغه راز د امریکا له نړیوالې ایټمي موافقې وتل ، او د درواروپائی هیوادونو بدعهدیو ،بد اعتمادي په زیاتیدونکي ډول ډیره کړې ده په نتیجې کې ئې د بندیزونو بشپړ لغوه کیدا یو ضرورت دی .
-
د بندیز موخه د ایران د ارادو ماتول او بې وسلې کول دي
Nov 08, 2021 04:12د ایران ملت په هر ډګر کې ولولناک او پرتمین شتو او هوښیارتیا په دلیل ئې په دغه کار او دسیسو کې هیڅ ډول پرمختګ نه دی کړائ شوي .
-
د ایران او د څلور جمع یوې ډلې خبرې زر پیلیږي
Nov 04, 2021 01:19ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني بیګا وویل د ایران پرضد د امریکا د غیر قانوني بایکاټونو د ختمولو په هدف سره به د ویانا اټومي خبرې د نوامبر د میاشتې له نهویشتمې (۲۹) نیټې څخه پیل شي .