د ایران او د څلور جمع یوې ډلې خبرې زر پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107814-د_ایران_او_د_څلور_جمع_یوې_ډلې_خبرې_زر_پیلیږي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني بیګا وویل د ایران پرضد د امریکا د غیر قانوني بایکاټونو د ختمولو په هدف سره به د ویانا اټومي خبرې د نوامبر د میاشتې له نهویشتمې (۲۹) نیټې څخه پیل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2021 01:19 Asia/Kabul
  • د ایران او د څلور جمع یوې ډلې خبرې زر پیلیږي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني بیګا وویل د ایران پرضد د امریکا د غیر قانوني بایکاټونو د ختمولو په هدف سره به د ویانا اټومي خبرې د نوامبر د میاشتې له نهویشتمې (۲۹) نیټې څخه پیل شي .

هغه په ټویټر پیغام کښې وویل د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسول له مرستیال انریکه مورا سره په ټيلي فوني تماس کښې په ویانا کښې د نوامبر د میاشتې په نهویشتمه (۲۹) نیټه د ایران پرضد د امریکا د غیر انساني او د غیر قانوني بایکاټونو د لغو کیدا په هدف سره د خبرو اترو د پیلولو په هکله موافقه وشوه .

اروپايي اتحادیې هم په یوې (۱) بیانیې کښې په دې خبرې سره چې د اټومي تړون د ګډ کمیسیون غونډه به د نوامبر د میاشتې په نهویشتمه (۲۹) نیټه په حضوري ډول د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې له سره پیل شي وویل ټاکل شوي ده چې ګډون کونکي د اټومي تړون په اغیز شیندونکي او کامل ډول د اجرا کیدا په هکله سلامشورو  ته دوام ورکړي .

د اروپايي اتحادیې د اعلان پراساس دغه غونډه به د ایران او د څلور جمع یوې ډلې د خارجه وزیرانو د سیاسي مدیرانو او د مرستیالانو په سویه ترسره شي .

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو  مرستیال علي باقري کني مخکې ټینګار کړی و ایران داسې خبرو ته هوډمن دی چې غیرقانوني او ظالمانه بایکاټونه په کامل او اغیز شیندونکي ډول ختم شي  او له ایران سره د اقتصادي او د تجارتي اړیکو عادي کیدل تضمین شي  او د نورو ژمنو د نه ماتولو لپاره معتبر ضمانتونه ورکړل شي .

په اټومي خبرو کښې د اختلاف یو(۱) ټکی د ډیرو بایکاټونو په ساتلو د امریکا ټينګار کړی دی  کوم چې پخواني ولسمشر ټرمپ له اټومي تړون څخه وتلو وروسته د ایران پرضد لګولي دي .