-
سږکال کابل کې د انګورو حاصلات ۶۳ سلنه زیات شوي
Jan 05, 2024 01:08د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدراې وزارت چارواکو ویلي، چې د کابل ولایت د ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو د مدیریت د راپور له مخې، سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې ۶۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
-
کابل کښې هم د سردار سلیماني لمانځغونډه ترسره شوه
Jan 04, 2024 04:04په کابل کښې د سردار شهید قاسم سلیماني او د قدس د آزادۍ د لارې د شهیدانو علمي او کلتوري غونډه ترسره شوه.
-
د شانګهائي ملګرتیا موسیسې غړو هیوادونو بیرغ نیم ځوړند دی
Jan 04, 2024 08:25پرون مازدیګر د سردارقاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت په کرمان کې د لکونو خلکو دم دستورو په وخت دوې جلاجلا بم چاودنې شوي چې له امله ئې ۸۵اتیا کسان چې ماشومان هم پکې ترسترګو شوي،شهیدان او څه دپاسه دوه څلور اتیا نور ټپیان شوي دي.دغه چاودنې د سردار سلیماني له قبر سره په اوه سوه میټرۍ او یو کلومیټرۍ کې شوي دي.دغه پيښه هماغه راز په نړیواله سویه غندل کیږي.
-
طالبان وايي د قوم او مذهب په نامه دسیسې ناکامه شوي نور حال دلته لرو
Jan 04, 2024 07:52زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له يو شمېر علماوو او مخورو څېرو سره په ليدنه کې ویلي چې په هېواد کې د قوم او مذهب په نامه دسیسې ناکامه شوې دي.
-
له ایران څخه د پانګې د جذبولو لپاره د افغان طالبانو هڅه
Jan 03, 2024 12:06د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشهد کې له ایراني او افغان سوداګرو سره په کتنه کې، د تهران او کابل ترمنځ د باور پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
د ایران اوافغانستان مطبوعات
Jan 02, 2024 08:57د انګلستان د ګواښ له څو ساعتونو وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ جنګی بیړۍ له باب المندب تیره شوه .
-
له افغانستان څخه پاکستان ته د ناقانونه توکو واردول زموږ د هېواد اقتصاد زیانمن کړی
Jan 02, 2024 12:10د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انورالحق کاکړ ویلي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د قاچاقي او ناقانونه توکو واردول د دغه هېواد اقتصاد زیانمن کړی دی.
-
عراق او افغانستان ته د ایران په ریالو صادرات پیل شول
Jan 02, 2024 10:18د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک عمومي مشر په راکړو ورکړو کې عراق او افغانستان ته د ایران په ریالو د صادراتو د پیل خبر ورکړ.
-
بغلان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
Dec 31, 2023 02:13پرون مازدیګر مهال د بغلان – کابل پر لویه لاره د خنجان ولسوالۍ اړوند د پل ملخان په سیمه کې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله، څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
-
د پولنډ پر پوله د پنځو افغان کډوالو جسدونه موندل شوي
Dec 31, 2023 01:21د رسنیو په حواله، دغه جسدونه د امنیتي کسانو لخوا د بلاروس یوه روغتون ته انتقال شوي دي.