-
ولې ټرمپ په افغانستان کې د بګرام پوځي اډې ته د تمې سترګې نیولي دي؟
Oct 04, 2025 10:29پارس ټوډې - د پوځي عملیاتو لپاره د بګرام اډې لوړ ظرفیت، د افغانستان کاني سرچینې، له چین سره د دې هېواد نږدېوالی، او په مرکزي آسیا کې د خپل نفوذ پیاوړتیا، د دې ستراتیژیکي اډې د بیانیولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیوالتیا اصلي دلیلونه دي.
-
تاجکستان او پاکستان په سیمه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی
Oct 03, 2025 01:55د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه د اکتوبر پر ۲مه په یوه بیان کې ویلي چې پلاوي یې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړې دي.
-
پوهنې وزارت: ډېر ژر به د ممتازو زدهکوونکو لپاره نمونوي لېسه پرانیستل شي
Oct 03, 2025 01:51د افغانستان د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې ډېر ژر به په کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ښوونځیو د ممتازو زدهکوونکو لپاره (د سید جمالالدین افغان) په نوم نمونوي لېسه پرانیستل شي.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ «انګور اډه» له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پرانېستل شوه
Oct 03, 2025 01:46د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ «انګور اډې» لاره له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته د ټرانزیټ پر مخ پرانېستل شوې ده.
-
په کابل کې د کرنې وزارت ۳۳م نندارتون پرانیستل شو
Oct 03, 2025 01:37د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو ۳۳م نندارتون د کورنیو او بهرنیو چارواکو په حضور سره د کابل ښار په بادام باغ کې پرانیستل شو.
-
ټول افغانستان کښې ټيلي فوني او مخابراتي اړیکې غوڅې شوي دي
Sep 30, 2025 02:10زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پر نوري فايبر انټرنېټ له بنديز وروسته په ټول هېواد کې ټليفوني او مخابراتي اړيکې پرې شوې دي. د انټرنېټ د يوې څار ادارې (نېټبلاکس) له مخې اوس مهال نژدې ټول افغانستان له بشپړ مخابراتي بندیز سره مخ دی.
-
ټرامپ او د امریکا د منځنیو پېړیو تړونونوته بیرته ګرځیدل
Sep 29, 2025 10:54پارس ټوډي - ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ په دوهم پړاؤ کې ،د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې یو بنسټیز بدلون رامینځته شو؛ داسې ځاي چې نړیوالې معاهدې چې معمولاً د امریکا د کانګرس په تصویب سره رواوالی ترلاسه کوي، په شخصي موافقتونو بدلې شوې.
-
په تېرو ۶ میاشتو کې نږدې ۱۵ زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی
Sep 29, 2025 10:38د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د روان کال لومړۍ نیمایي کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ۱۴زره ۸۲۹بهرنیو وګړو هېواد ته تګ، راتګ کړی.
-
افغان طالبانو یو بل امریکایي تبعه خوشې کړ
Sep 29, 2025 09:54د امریکا د ولسمشر د بنديانو چارو ځانګړی استازی ادم بوایلر په یوه نهاعلان شوي سفر کې کابل ته راغلی او د افغان طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره یې لیدنه کړې ده.
-
متقي د روسیې له سفیر سره په مسکو فارمټ کې د ګډون په اړه خبرې وکړې
Sep 29, 2025 09:47د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره ليدلي او پر یو لړ مسایلو یې خبرې کړي دي.