-
افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي خبرې اړینې دي
Oct 22, 2023 01:03د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو ټینګښت یوازینۍ لار، ملي تفاهم بللی دی.
-
پاکستان دې د افغان کډوالو پر ایستلو بیا غور وکړي
Oct 21, 2023 01:42د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره کتل دي.
-
په بادغیس ولایت کې یوه سړي خپلې دوې مېرمنې وژلي
Oct 21, 2023 01:29د افغانستان په بادغیس ولایت کې یوه کس خپلې دوه مېرمنې د ښکاري ټوپک په واسطه وژلي دي.
-
یوه ترکي کمپنۍ په افغانستان کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره ښارګوټی جوړوي
Oct 21, 2023 01:27د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د (SKM) کمپنۍ له مشر ډاکټر عباس فرساد سره وکتل.
-
ننګرهار کې به شاوخوا یونیم میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي
Oct 20, 2023 04:24چارواکي وایي دا ځل تر لسو کالو پورې عمر لرونکو کوچنیانو ته دا واکسین ورکول کېږي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
یوناما د طالبانو له بنده د 'مرتضی بهبودي' د خوشې کېدو هرکلی کړی
Oct 20, 2023 01:27په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د طالبانو له بنده د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.
-
په لومړي ځل د مزارشریف – جدې ترمنځ الوتنې پیل شوې
Oct 20, 2023 01:07د افغانستان د بلخ ولایت د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مزارشریف او د سعودي عربستان ترمنځ دوه اړخیزه الوتنې پيل شوې.
-
له کندهار څخه څه باندې۳۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي
Oct 18, 2023 11:03د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، چې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته د انارو صادرات پیل شوي دي او تر دې مهاله یې پاکستان، هند او قراقستان ته ۳۳زره او ۵۷۸ ټنه انار صادر کړي دي.
-
په هند کې د 'سید جمالالدین افغان' په نوم د افغان کډوالو ښوونځی تړل شوی
Oct 18, 2023 10:46د هند په پلازمېنه کې د سید جمالالدین افغان په نوم د افغان کډوالو یو ښوونځی د مالي ملاتړ د نشتوالي په خاطر تړل شوی دی.
-
د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او ظلمونو په تړاو څومره خبر یاست؟ ځانګړې مرکه واورئ
Oct 18, 2023 08:47د صهیونیسټي رژیم له لوري پر فلسطینیانو د جنایتونو او ظلمونو په تړاو د ننګرهار د حج او اوقافو له پخواني مشر ښاغلي مولوي محمد داوود مجاهد سره زموږ د همکار عطاءا... خوګیاڼي ځانګړې مرکه دلته اورېدلئ شئ.