په لومړي ځل د مزارشریف – جدې ترمنځ الوتنې پیل شوې
د افغانستان د بلخ ولایت د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مزارشریف او د سعودي عربستان ترمنځ دوه اړخیزه الوتنې پيل شوې.
د باختر خبري آژانس د خبر له مخې، د یاد ولایت د هوايي ډګر مشر ارکان مولوي حیات الله صفا ویلي، چې د کام ایر هوایي شرکت له چارواکو سره یې په ګډه د دې الوتنو د ترتیب په برخه کې کار کړی، ترڅو د بلخ له هوایي ډګره سعودي عربستان ته الوتنې پیل شي.
صفا زیاته کړې، چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د بلخ او سعودي عربستان ترمنځ د کام ایر هوايي شرکت دوه اړخیزه الوتنو پيل او په لومړۍ الوتنه کې ۱۲۱ مسافر د جدې ښار ته ولاړل.
په ورته وخت کې دوو مسافرو جدې ښار ته د الوتنو په پیل خوښي وښوده او ويي ویل، چې اوس به په لنډ وخت او کم لګښت سره سعودي عربستان هېواد ته سفر کوي.