-
افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر زیات شوی
Sep 27, 2023 09:31د افغان طالبان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر د تېرو کلونو پرتله زیات شوی دی.
-
ویاړمنې مېرمنې (۱۲)
Sep 26, 2023 08:16د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ویاړمنې مېرمنې نومي لړۍ له ننني (۱۲م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د افغان کډوالو د شمېر په اړه د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي د رسنیز مرستیال څرګندونې
Sep 26, 2023 02:39د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي مرستیال رسنیو ته ایران ته د افغان کډوالو د راتګ د ادعاوو په اړه په اړه وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د افغان کډوالو د شمېر د زیاتولو لپاره هېڅ انګیزه نه لري.
-
د چین اسیايي سیالۍ؛ محسن رضايي د برونزو مډال وګاټه
Sep 26, 2023 02:01د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبډلمشر محسن رضايي د چین په اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.
-
روان کال په افغانستان کې زموږ ۱۱۳ مرستندوی کارکوونکي نیول شوي
Sep 26, 2023 01:52ملګري ملتونه په افغانستان کې په روان کال کې د بشري مرستو د رسولو پرمهال د خپلو ۱۱۳ کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي.
-
پاکستان کې په یوه کال کې څه باندې ۳ زره افغان کډوال نیول شوي
Sep 26, 2023 01:45په پاکستان کې د افغانستان سفارت له څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ له چټکتیا سره هممهاله وايي چې په تېر یوه کال کې له ۳۰۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.
-
په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی
Sep 26, 2023 01:34د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی، چې د روان کال تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.
-
افغان کرېکټ ملي لوبډله هند ته روانه شوه
Sep 26, 2023 01:23افغان کرېکټ بورډ د کرېکټ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره هند ته د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د سفر خبر ورکړی دی.
-
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د پاکستان له ځانګړي استازي لیدنه کړې
Sep 25, 2023 11:36د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د پاکستان هېواد له ځانګړي استازي آصف دراني او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
-
په افغانستان کې نن يو ځل بيا د پولیو ضد واکسین درې ورځنی ملي کمپاین پیل شو
Sep 25, 2023 11:06د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په يوه بيانیه کې ويلي چې د دې کمپاین موخه داده ترڅو د پنځو کالو کم عمره څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي. د نورو جزئیاتو لپاره زموږ د همکار فضل غني حقمل راپور ته غوږ شئ.