-
د حسیني تاسوعا د رارسېدو تسلیت؛ اسلامي ایران په ماتم کې ډوب دی
Jul 27, 2023 04:16نن پنجشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم د میاشتې ۹مه، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د جولای د میاشتې له ۲۷مې نېټې سره سمون لري، د حسیني تاسوعا ورځ ده چې له دې یوه ورځ وورسته، حضرت ابا عبدالله الحسین (ع) او د هغه وفادار ملګري د ۶۱ هجري قمري کال د محرم په لسمه په کربلا کې په شهادت رسېږي.
-
په کربلا کې د بهرنیو زیارت کوونکو شمېر زیات شوی
Jul 27, 2023 03:49په کربلا کې د زیارت کوونکو او بهرني ماتم کوونکو پراخ شتون خپل اوج ته ورسېد.
-
په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۸ کسان مړه شوي
Jul 27, 2023 02:00د افغانستان د سرپرست حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰۶کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې پر مهال یې ۴۸ تنه وژل شوي او ۵۸ نورټپیان دي.
-
کابل کې د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې
Jul 27, 2023 01:47د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې چارواکي وایي، چې په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د صنعتي فابریکو ۴۰ سلنه کارکوونکي وزګاره شوي، خو د افغانستان برېښنا شرکت بیا وايي چې دغه ستونزه لنډ مهاله ده او ژر به حل شي.
-
په تېرې یوې میاشتې کې له ایران څخه څه د پاسه ۴۴ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي
Jul 27, 2023 01:35د افغانستان د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکو له ایران څخه د ورېښمو له لارې هېواد ته څه د پاسه ۴۴ زره افغانانو د راستنېدو خبر ورکوي.
-
ایران او افغانستان په ریلي ملګرتیاو ټینګار وکړ
Jul 26, 2023 06:38زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړي استازي او د افغانستان د اور ګاډي د لارو د ادارې مشر په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د ریلي ملګرتیاو د پراختیا په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
-
په افغانستان کې په محرم میاشت کې په کابل کې هرکور یوحسینی بیرغ کمپاین پیل شوی
Jul 26, 2023 03:09د محرم الحرام په شپو ورځو کې د کابل یو شمیر ښاریزو پر خپلو کورونو د حسینی بیرغ په رپولو سره د ؛هر کور یو حسینی بیرغ ؛ په نامې سره کمپاین پیل کړی دی .
-
د افغانستان په ۸ ولایتونو کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده
Jul 25, 2023 07:36د طالبانو په حکومت کې پېښو ته د سېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند شفیع الله رحیمي ویلي چې د افغانستان په ۸ ولايتونو کې د طبيعي پېښو له امله تراوسه ۳۸ تنه مړه، ۵۸ تنه ټپيان او ۲ تنه لادرکه دي. نور حال زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو کې درې فلسطینیان شهیدان شول
Jul 25, 2023 10:31د اردن سیند په لويدیځه غاړه کې د صهیونیسټانو د ډزو له امله درې فلسطینیان شهیدان شوي دي.
-
د ابو مهدي نومي توغندی د دښمن الوتکې وړونکې بېړۍ له کاره غورځوي
Jul 25, 2023 10:09د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قوماندان وویل: د ابو مهدي نومي کروز توغندي په کارونې سره کولای شو د دښمن جنګي بیړۍ او د هغوی الوتکې بې اغېزې کړو.