-
د ترهګرو شرارت به بې ځوابه پاتې نه شي
Jul 25, 2023 09:34د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د قومندانۍ مرستیال، ترهګرو او ټولو هغو کسانو ته چې د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د فتنې سبب کېږي په خبرداری سره وویل: په دې کې هېڅ شک نشته چې د ترهګرو شر به بې ځوابه پاتې نه شي.
-
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ازبیکستان ته ماتې ورکړه
Jul 25, 2023 09:10د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د منځنۍ آسیا د فوټسال سیالیو د ګروپي پړاو په دویمه لوبه کې ازبیکستان ته د ۴ پر ۳ په توپیر ماتې ورکړه.
-
د عاشورا مراسمو لپاره پوره امنيتي تدابير نيول شوي
Jul 25, 2023 08:32د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره د کابل د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د عاشورا د مراسمو نمانځنې لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
-
مرستندویه ټیمونه مو سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلي دي
Jul 25, 2023 08:23ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو ناڅاپي سېلابونو لسګونه کسان وژلي، سلګونه کورونه او زیاتې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.
-
بلېنکن او زرداري د افغانستان په اړه ټلفوني خبرې کړې دي
Jul 25, 2023 08:15د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې له خپل پاکستاني سیال سره یې د افغانستان په ګډون، د سیمه ایزو اندېښنو په تړاو خبرې کړي دي.
-
په ننګرهار کې لسګونه ټنه بې کیفیته خوراکي او تاریخ تېره توکي او درمل وسوځول شول
Jul 25, 2023 08:04د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند ډاکتر چاوید وایي چې د ننګرهار ګمرک ریاست په ګډه همکارۍ یې په دې ولایت کې ۱۵۰ ټنه بې کیفیته، تاریخه تېره او غیر معیاري خوراکي توکي او درمل د یوه پلاوي پر وړاندې وسوځول شول. نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
د پاکستان د سند صوبې له زندانونو څخه ۳۶ افغان بنديان خوشي شول
Jul 25, 2023 07:41د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان قونسل عبدالجبار تخاري ویلي، چې پرون يو ځل بيا د پاکستان د سیند صوبې له زندانونو څخه ۳۶ تنه افغانان خوشي شول.
-
په تېرو ۳ میاشتو کې شاوخوا ۲۰ زره کسان پاکستان ته د درملنې په موخه تللي
Jul 24, 2023 03:20د ننګرهار ولایت د چارواکو په وینا، دغو ناروغانو ته د تورخم له لارې د تګ اسانتیاوې برابرې شوي او له هر بیړني ناروغ سره یو روغ تن ته هم دتلو اجازه ورکول شوې ده. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
کونړ او ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
Jul 24, 2023 03:54دا سیلابونه د کونړ په وټه پور او د ننګرهار ولایت په حصارک غلجایي ولسوالۍ له سختو اورښتونو وروسته راوتلي دي. نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
امیر عبداللهیان د قرآنکریم د سپکاوي پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د ټینګ درېځ پر خپلولو ټینګار وکړ
Jul 24, 2023 02:59د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل کویټي سیال سره په ټلفونی خبرو کې په سویډن او ډنمارک کې قرآنکریم ته د سپکاوي د غندلو ترڅنګ، د دغو اقداماتو په غندلو او مخنیوی کې د اسلامي هېوادونو د ټینګ دریځ پر خپلولو ټینګار وکړ.