د طالبانو د سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره د ازبیکستاني پلاوي لیدنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137680-د_طالبانو_د_سوداګرۍ_له_سرپرست_وزیر_سره_د_ازبیکستاني_پلاوي_لیدنه
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن سهار د خپل کار په دفتر کې د ازبکیستان هېواد د سوداګرۍ وزارت د لومړي مرستیال ښاغلي نظر جان خالمرادوف په مشرۍ د ازبیکستان له پلاوي سره وکتل.
(last modified 2023-08-27T06:53:49+00:00 )
Aug 27, 2023 11:21 Asia/Kabul
  • د طالبانو د سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره د ازبیکستاني پلاوي لیدنه

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن سهار د خپل کار په دفتر کې د ازبکیستان هېواد د سوداګرۍ وزارت د لومړي مرستیال ښاغلي نظر جان خالمرادوف په مشرۍ د ازبیکستان له پلاوي سره وکتل.

زموږ د همکار فضل غني حقمل د خبر له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د پانګونې د پياوړتيا، د ټرانزيټي فيسونو د کمولو، د افغانستان، پاکستان او ازبیکستان ترمنځ د ټرانزيټي اسانتياوو د برابرولو، ٢٤ ساعتونو ته د ګمرکي فعاليتونو د زياتولو او د دوه اړخيزو، درې اړخيزو او څو اړخيزو تړونونو د عملي کولو په اړه خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې د ازبیکستان یو ۳۰ کسیز پلاوی د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ټرانزیټي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی.