-
پاکستان زرګونه افغان ماشومان د هغوی د کورنیو له غړیو پرته ایستلي دي
May 05, 2025 09:45د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) ویلي چې، زرګونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته اخراج شوي، چې ۲۰ سلنه یې هغه ماشومان دي چې له خپلو کورنیو یا سرپرستانو بېل پاتې شوي او په ډېرو سختو شرایطو کې اوسي.
-
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۴ نیم ټنه طبي تجهیزاتو مرسته کړې
May 04, 2025 10:57د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې، له افغانستان سره یې د ۴.۵ ټه طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
-
سېلابونو په بدخشان کې د ۵ تنو ژوند واخیست
May 04, 2025 10:42د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۵ تنه مړه شوي دي. په بهارک او جرم ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولې دي.
-
پاکستان افغانستان ته، د هندي توکو د واردولو اجازه نه ده ورکړې
May 04, 2025 10:17پاکستاني رسنیو د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې په حواله راپور ورکړی چې پاکستان هغو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې هندي وارداتي توکي لیږدوي او افغانستان ته ننوځي.
-
حامد کرزي بیاځلې د نجونو پرمخ د ښوونیزو دروازو د پرانیستو غوښتنه وکړه
May 02, 2025 00:55د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې له یو شمېر سوداګرو او د پوهنتون له استادانو سره لیدلي دي.
-
طالبانو د څارویو او چرګانو د فارمونو د پراختیا لپاره ۱۸۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړه
May 02, 2025 00:51د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د څارویو او چرګانو د فارمونو د پراختیا لپاره په ټول افغانستان کې د ۱۸۰زره جریبه ځمکې د وېشلو طرحه تایید کړې ده.
-
نن د مې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده
May 01, 2025 09:13د کار نړیوال سازمان (آی ایل او) د دې ورځې په مناسبت ویلي، په داسې حال کې چې هوش مصنوعي (اې آی) ورځ تر بلې پرمختګ کوي، ډېری خلک خپلې دندې له لاسه ورکوي.
-
ننګرهار کې پلار خپل زوی او خاوند خپله مېرمن وژلې
May 01, 2025 08:12د ننګرهار په بهسودو او خوږیاڼو ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې یو پلار خپل زوی وژلی او د درې مېرمنو خاوند خپله یوه مېرمن وژلې ده.
-
سلګونه زره افغانان په زوره خطر ته استول کېږي
Apr 30, 2025 03:36د ملګرو ملتونو د مرستو ادارو پرون د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې؛ د افغانستان د بشري وضعیت کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي او دا بحران له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د ډله ایزې ستنولو له امله نور هم سخت شوی دی.
-
د یونیسف او ایران د همکارۍ تړون؛ د کډوالو پر ملاتړ او د افغان نجونو پر زده کړو تمرکز
Apr 30, 2025 03:05پارس ټوډې - په ایران کې د یونیسف د استازولۍ دفتر مشرې د ایران کورنیو چارو وزارت سره د دوه کلنې همکارۍ تړون لاسلیک کولو په اعلان سره وویل: د بهرنیو کډوالو ساحه د تړون یو له مهمو برخو څخه ده.