-
امریکا د دوحیې تړون ته ژمن نه دی پاتې شوی
Mar 01, 2025 03:55د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، د افغانستان ښه راتلوونکي ته هیله مند یو، خو امریکا د دوحیې د تړون ژمنو ته ژمن نه دی پاتې شوی.
-
د تورخم دروازې د بندېدو له امله زرګونه باروړونکي موټر دواړو خواوو ته بند پاتې دي
Mar 01, 2025 03:03د تورخم لارې د تړل پاتې کېدو له امله د افغانستان او پاکستان څه باندې ۴ زره بار وړونکې موټر د دروازې په دواړو غاړو کې درېدلي پاتې دي.
-
تر دې مخکې چې طالبان نور زیان ورسوي، افغانستان باید ازاد شي
Feb 27, 2025 09:04زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د هرات د امنیتي خبرو اترو دولسم پړاو چې د «افغانستان: د هیلې راټوکېدل؛ ګډه هڅه» تر سرلیک لاندې د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې جوړ شوی و، پای ته ورسېد.
-
له ازبکستان سره د حیرتان - هرات د ریل پټلۍ په اړه هوکړې ته رسېدلي یو
Feb 24, 2025 02:51د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي د حیرتان – هرات د ریل پټلۍ د رغولو په اړه له ازبکستان سره هوکړې ته رسېدلی دی.
-
هلمند کې پر ۲۴۰ جریبه ځمکه مېوه لرونکي بڼونه جوړېږي
Feb 24, 2025 02:39د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په موسی قلعه، سنګین، کجکي، او نوزاد ولسوالیو کې پر ۲۴۰ جریبه ځمکه د مېوه لرونکو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
-
له کندهاره د ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت وچه میوه بهر ته صادره شوې
Feb 24, 2025 02:28د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، سږ کال له دې ولایت څخه د ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت وچه میوه بهر ته صادره شوې ده.
-
یو افغان سوداګر په کابل کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت طبي ښارګوټی جوړوي
Feb 21, 2025 03:50د افغانستان لوی پانګوال او د عزیزي بانک مالک میرویس عزیزي اعلان کړی چې د کابل په اتمه ناحیه کې به د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو طبي ښارګوټی جوړ کړي.
-
په زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي
Feb 21, 2025 03:45په زابل کې د طالبانو سیمه ایز چارواک ویلي چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د یوه باروړونکي ټیلر او کوچني موټر ترمنځ د ټکر له امله ۷ تنه مړه شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.
-
۱۳ تنو ته د ترافيکي پېښو له امله په غزني ولايت کې مرګ ژوبله واوښته
Feb 20, 2025 10:46د غزني ولايت امنيه قوماندانۍ چارواکو ويلي چې د پنج شنبې په سهار د کابل کندهار پر لويه لار د غزني ولايت مرکز پاتي په سيمه کې د څلورو موټرو د ټکر له امله يو تن وژل شوی او ۱۱ تنه نور ژوبل شوي دي.
-
د ننګرهار له مرکزي زندان څخه لسګونه زندانیان خوشې شول
Feb 20, 2025 10:43د ننګرهار د زندانونو چارو رئیس مولوي سهیل سعید وایي: د سترې محکمې د حکم له مخې د ننګرهار له مرکزي زندان نه ۷۰ تنه زندانیان خوشې او خپلو کورونوته ستانه شول.