-
عدليې وزارت د عبدالحکيم شرعي د استعفا خبر رد کړ
Feb 20, 2025 10:38د طالبانو د عدليې وزارت وياند د دغه وزارت د سرپرست عبدالحکيم شرعي د استعفا په اړه اوازې رد کړې او هغه يې په کلکه غندلي دي.
-
له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د طالبانو د سفیر څرګندونې بې ځایه دي
Feb 20, 2025 08:09د پاکستان د بهرنیو چار وزارت په اسلام آباد کې د طالبانو د سفیر څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د هغه څرګندونې بې ځایه دي.
-
افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د ککړتیا لوړه کچه لري
Feb 20, 2025 07:47د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماینونو او له جګړې څخه د پاتې چاودېدونکو توکو له امله د ککړتیا لوړه کچه لري.
-
د ایران، افغانستان او روسیې ترمنځ سیمه ایزه همکاري حتمي ده
Feb 18, 2025 03:33په تهران کې د سیمه ایز امنیت کتنې تر عنوان لاندې د ایران، افغانستان او روسیې د مفکرینو په غونډه کې، د ایران، افغانستان او روسیې مفکرینو د تهران، کابل او مسکو ترمنځ سیمه ایزې ملګرتیاوې حتمي وبللې او اعلان یې وکړ چې د ایران او افغانستان تاریخي، مذهبي او کلتوري پیوستون، په ایران کې د میلیونونو افغانانو په حضور سره چې یوشمېر یې نخبگان دي، د افغانستان په راتلونکي کې د ایران د رول ارزښت څرګندوي.
-
د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وشو
Feb 18, 2025 03:06په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست "علیرضا بیکدلي" فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې له رسنیو سره په مرکه کې وویل، د ایران پالیسي دا ده چې له افغانستان سره خپلې پولې ټینګې کړي، څو د سوداګرۍ د اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو د خلکو تګ راتګ ښه شي. همدارنګه د فراه له والي "مولوي غوث الدین رهبر" سره د ایران د سفیر په کتنه کې، د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په برخه کې د شته ننګونو د حل په موخه، یوه ګډه کمېټه جوړه شي.
-
بریتانیا د ۲ زره افغان کمانډویانو پناه غوښتنې رد کړې
Feb 17, 2025 09:30د بریتانیا د دفاع وزارت تائید کړې چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د ۲۰۰۰ پخوانیو افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي دي.
-
افغانستان ته د ایران په صادراتو کې زیاتوالی راغلی
Feb 17, 2025 08:33د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري ویلي چې دغه هېواد په روان کال کې افغانستان ته د څه باندې دوه ميليارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
-
په غور کې واورې ښویېدنې د دوو وروڼو په ګډون درې کسان مړه کړي
Feb 17, 2025 07:31د غور سیمه ایزو سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې درې کسان د واورې ښویېدنې «برفکوچ» په پېښه کې مړه شوي دي.
-
طالبانو په پاکستان کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي
Feb 17, 2025 07:14د افغان طالبانو د کډوالو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې په بلوچستان صوبې کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل وغندل.
-
ولسمشر کرزي د جرمني په مونشن کې د یوه افغان له لوري برید وغانده
Feb 15, 2025 02:35د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر سره د ۳۶ کسانو ټپي کول غندلي او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.