-
ایران د کشمیریانو مرستې ته چمتو دی
Sep 14, 2019 11:13د ایران د سرې میاشتې ادارې په کشمیر کښې زیانمن شویو ملکي وګړو ته د انساندوستانه مرستې رسولو په لړ کښې خپل چمتو والی اعلان کړ.
-
د هندي ځواکونو په ډزو کښې یو بل پاکستاني پوځي ووژل شو
Sep 14, 2019 10:10د پاکستان یو بل پوځي د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندوستان له سرحدي ځواکونو سره په نښته کښې وژل شوی دی.
-
ملګري ملتونه دې په کشمیر څارنه ولري
Sep 12, 2019 02:57پاکستان د ملګرو ملتو د بشري حقوقو له لوړې کمشنرې میشل باچله نه وغوښتل چې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر سیمې کتنه وکړي.
-
هند او پاکستان د کشمیر په هکله د امریکې وړاندیز ته بې پامي کوي
Sep 12, 2019 00:28د هندوستان او پاکستان حکومتونو تراوسه د کشمیر په سر د دواړو هیوادونو ترمینځ د شخړې کمیدو لپاره د واشنګټن د وړاندیزونو منلو ته هیڅ ګروهنه نه ده ښودلې.
-
د کربلا د شهیدانو لاره باید دوام ولري
Sep 11, 2019 05:39وزیراعظم عمران خان: د پاکستان په تیره بیا د کشمیر مسلمان خلک باید د کربلا پيغام ژوندی وساتي.
-
د محرم الحرام په خاطر هندی عسکرو د کشمیر کلابندی نوره هم سخته کړه
Sep 09, 2019 11:51حسینی ویرجنو په څو ځایونو کی د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام د ویر او ماتم د دستورو د ترسره کولو کوشش کړی دی خو پولیسو په حسینی ویرجنو په حمله کړی ده او یو شمیر حسینی ویرجن یې نیولی او وهلی ټکولی دی .
-
پاکستان د هندوستان د ولسمشر الوتکې ته له خپل حریمه د تیریدو اجازه ور نه کړه
Sep 08, 2019 03:09د عمران خان حکومت د پاکستان له هوايي حریم څخه د هندوستان د ولسمشر د الوتکې د تیریدو لپاره د دغه هیواد غوښتنه رد کړه.
-
د چین خارجه وزیر هندوستان ته خپل سفر لغو کړ
Sep 06, 2019 03:23د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د کړکیچ د زیاتیدو له امله د چین د بهرنیو چارو وزیر نوې ډیلي ته خپل پلان شوی سفر لغو کړ.
-
د پاکستان او بنګله دیش خارجه وزیرانو د کشمیر د حالاتو په هکله خبرې وکړې
Sep 04, 2019 12:17د پاکستان او بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کښې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر د تازه بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.
-
هندوستان له پاکستان سره په خپله ګډه پوله اته امریکايي هیلي کوپټرې ودرولې
Sep 04, 2019 05:40د هندوستان د پوځ هوائي ځواکونو له پاکستان سره د دغه هیواد په سرحدي سیمه کښې د امریکې جوړ اته جنګي چورلکې ځاې پرځاې کړې دي.