ملګري ملتونه دې په کشمیر څارنه ولري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84574-ملګري_ملتونه_دې_په_کشمیر_څارنه_ولري
پاکستان د ملګرو ملتو د بشري حقوقو له لوړې کمشنرې میشل باچله نه وغوښتل چې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر سیمې کتنه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2019 02:57 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دې په کشمیر څارنه ولري

پاکستان د ملګرو ملتو د بشري حقوقو له لوړې کمشنرې میشل باچله نه وغوښتل چې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر سیمې کتنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیګا په جنیوا کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا په غونډه کښې په دې خبرې سره چې ممکنه ده د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې روان حالت د هند او پاکستان ترمینځ د جګړې سبب شي، وویل: له میرمن میشل باچله مې غوښتې دي چې دغې سیمې ته سفر وکړي.

د پاکستان خارجه وزیر په دغې غونډې کښې څرګنده کړه چې د هند ترکنټرول لندې کشمیر کښې حالات ډیر اندیښمنونکې دي.