-
اسلامی ایران دسلامتیا په نظام کې یو قدرتمند هیواد
Apr 25, 2020 07:31د روغتیائي چارو نړیوالې ادارې ، دایران اسلامی جمهوریت دسلامتیا په نظام کې یو قدرتمند هیواد پيژني او د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ په زمینې کې هم د روغتیا له نړیوالې ادارې سره ئې ډير ښه، په زړه پورې او نزدې ارتباطات ټينګ دي .
-
د افغانستان په ختیځي ولایتونوکې دکروناویروس له امله د مړوشمیرپه زیاتیدودی
Apr 25, 2020 10:00د ننګرهار د عامی روغتیاریاست ویاند ډاکتر ظاهر عادل وایي دکونړ ولایت د عامی روغتیا دپخوانی مشر په مړینې سره سره په ختیزو ولایتونوکې د کرونا ویروس له امله د مړوشمیر شپږ تنو ته ورسید.
-
امریکه کښې د کورونا وایرسو قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت
Apr 25, 2020 01:58د امریکایي جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې د امریکا په متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر له ۵۰زرو اوښتی دی.
-
افغان حکومت یو شمېر نور طالب بندیان آزاد کړل
Apr 25, 2020 01:53افغان حکومت له خپلو زندانونو څخه پنځمه جوپه طالب بندیان آزاد کړل. د افغانستان د ملي امنیت شوار دفتر وايي، ۵۸ نور طالب بندیان یې آزد کړي، چې له دې سره د افغان حکومت لخوا د آزاد شویو طالبانو شمېر ۵۵۰ ته ورسېد.
-
کرونا په نړۍکې د وږوکسانو شمیر دوه برابره زیات کړی
Apr 25, 2020 08:53د خواړو دنړیوال پروګرام اجرائي مدیر د درستو جنګ جګړو د ختمولو او د خوراکی موادو دتامین لپاره دکابو دوه میلیارډ ډالري مرستو دبیلولو او دغه راز د درې نیم سوه میلیون ډالر هم د طبي تجهیزاتو او د ازمیښتي کیټونو او د ډاکټرانو اوپرستارانو د لیږد لپاره دبیلولو غوښتنه کړې ده .
-
افغانستان کې د کورونا وائرسو ۹۵ تازه پېښې رامنځته شوې
Apr 25, 2020 01:34د افغانستان روغتیا وزارت پرون وویل، په تېرو ۲۴ ګېنټو کې په کورونا ۹۵ نور کسان اخته شوي دي.
-
افغانستان ځان ته له کرونائي بحران سره مقابله نشي کولی
Apr 25, 2020 08:12د افغانستان د روغتیائي چارو دو زارت د وروستیو احصایو په اساس،په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یو زر درې سوه دیرشو کسانو ته رسیدلی چې له دغو کسانو یو سل اته اتیا تنه ښه شوي او درو څلویښتو نورو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
-
په ایران کې په کرونا ککړ څه دپاسه ۶۸زره کسان ښه شوي
Apr 25, 2020 10:45په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه دوه میلیون اته لکه اوه دیرش زره تنو ته رسیدلی چې له دغه شمیره لږترلږه یو لک اوه نوي زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه اته لکه نهه زره کسان هم په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
-
روحاني د اسلامي هېوادونو مشرانو ته د روژې د نېکمرغې مياشتې په رارسېدو او د پاسدارانو لښکر ته فضاء ته د سېټيلائيت په لېږلو مبارکي وويله
Apr 25, 2020 00:43د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر پرون د اسلامي هېوادونو سرمشرانو ته په بيله بيلو پېغامونو کښې د روژې د مبارکې مياشتې په رارسېدو چې د قرآن مجېد د نزول او د الهي رحمت او مغفرت مياشت ده مبارکي وويله:
-
امریکايي ډاکټرانو د کرونا د علاج لپاره د ټرمپ د مشورې په هکله خبردارې ورکړ
Apr 24, 2020 12:15امریکايي ډاکټرانو د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د امریکې د ولسمشر په وړاندیزو طریقو سخته نیوکه کړې ده.