-
ایران او کنیا د همکاریو لپاره زیاتو ظرفیتونو څخه برخمن دي
Jul 12, 2023 14:05د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو چي ایران او کنیا د همکاریو له زیاتو ظرفیتونو برخمن دي، وویل: د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لس چنده کېدل مو ټاکلی هدف دی.
-
کویټ کې د قران شریف د سپکاوی کوونکو د هیوادونو د محصولاتو ممنوعیت
Jul 12, 2023 14:02د کویټ پارلمان د سوېډن په شمول د هغو هیوادونو په محصولاتو بندیز ولګول چي د قرآن شریف سپکاوی کړي دي.
-
د روسیې سفیر د ایران د خارجه وزارت له لورې احضار شو
Jul 12, 2023 13:15د روسیې او د فارس خلیج د همکاریو د شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په وروستۍ بیانیه کې په نړیواله محکمه کې د ایران د بوموسی، کوچنی تنب او لوی تنب ټاپوګانو باندې د امارات د دعوا له څېړلو ملاتړ شو دی.
-
کنیا په افریقا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د سفر لومړی مقصد
Jul 12, 2023 13:04د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر نن د یوه جګپوري پلاوی په مشری د کنیا، اوګاندا او زیمبابوې د دولسمشرانو په رسمې بلنې سره، افریقا ته لاړ.
-
د ایران اسلامي جمهوریت د نورستان له پوهنتون سره د درسي کتابونو او تخنیکي وسایلو مرسته وکړه
Jul 12, 2023 01:42په جلال آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقنسول مجید صادقي دولت آبادي د نورستان مرکز پارون ته د سفر پر مهال، د دغه ولایت له پوهنتون سره د کتابونو او تخنیکي وسایلو مرسته وکړه. نور حال زموږ د خبریال محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
د ایران خواف – هرات افغانستان د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه
Jul 12, 2023 02:13د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران د خواف – "روزنک" ریل پټلۍ، د دواړو هېوادونو د چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.
-
د ایران په پولو کې تلپاتې امنیت ټینګ شوی دی
Jul 12, 2023 00:46د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د دې په بیان سره چې ځینې ګاونډی هېوادونه د سرحدونو د امنیت په تامینولو کې خپل مسئولیت نه ترسره کوي وویل، د ایران د پوځي سرتېرو په زړورتیا سره د ایران سرحدونه له ډېر امنیت څخه برخمن دي.
-
د ایران او افغانستان اړیکې پر متقابل درناوي ولاړې دي
Jul 12, 2023 00:42په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست د دغه هېواد او ايران اړيکې د ښه ګاونډيتوب او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وبللې.
-
سپینزر دولتي شرکت په ۴ میاشتو کې ۳۷۰ مټریک ټنه پنبه تولید کړې
Jul 12, 2023 01:25د افغانستان د کندوز ولایت ځایي چارواکي وایي چې د روان کال په څلورو میاشتو کې د دې ولایت په سپینزر دولتي شرکت کې ۱۰۰۰ مټریک ټنه پنبهدانه پروسس شوې، چې ۳۷۰ مټریک ټنه حلاجي شوې پنبه ورڅخه ترلاسه شوې ده.
-
نن ورځ د لوېديځ ننګونه، په نړۍ کې د اقتصادي او سياسي ځواک مرکز ته د آسيا بېرته ستنېدل دي
Jul 11, 2023 09:28د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د سه شنبې په ورځ په تهران کې د آسیايي پارلمانونو د پلان او بودجې د دایمي کمېټې په پرانیست غونډه کې زیاته کړه چې دغه ستر بریالیتوب ته د لاسرسي او د دې تاریخي بدلون د مدیریت لاره، د سیمه ایزو همپالنې په شرایطو کې د څو اړخیزو همکاریو بنسټیز کول دي.