خوست کې د خیرات ډوډۍ پرمهال له ۲۰۰ ډېر کسان مسموم شوي
د افغانستان د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یوه خیرات د ډوډۍ پر مهال لسګونه کسان مسموم شوي دي.
د اطلاعات روز د خبر له مخې، په سیمه کې ځايي سرچینې وايي، چې دا پېښه پرون(یکشنبه له غرمې وروسته د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند په «الګډه سټکیو» په سیمه کې د یوې ښځې له مړینې وروسته په هغې پسې د خیرات ډوډۍ برابره شوې وه، چې ځايي خلکو خوړلې او دغه پېښه رامنځته شوې ده.
د سرچینې په حواله چې په مسموم شویو کسانو کې د ګڼو یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره د خوست مرکزي روغتون ته استول شوي دي.
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکو هم پېښه تایید کړې او په دې اړه یې د پلټنو د پیلېدو خبر ورکړی دی.
د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، چې تر اوسه د یادې پېښې له امله څوک نه دي مړه شوي، خو زیاتوي چې سیمې ته روغتیايي ټیمونه رسېدلي دي.
تر اوسه په دغه ولایت کې د طالبانو د روغتیا ریاست د مسموم شویو کسانو د روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ويلي.