په خوست کښې چاودنې درې تنه ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137138-په_خوست_کښې_چاودنې_درې_تنه_ووژل
د افغاسنتان خبري سرچینو ویلي چې د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کښې د چاودنې له امله درې کسان مړه شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-08-14T08:05:16+00:00 )
Aug 14, 2023 12:33 Asia/Kabul
  • په خوست کښې چاودنې درې تنه ووژل

د افغاسنتان خبري سرچینو ویلي چې د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کښې د چاودنې له امله درې کسان مړه شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د افغانستان د ختیځ په خوست ولایت کښې د طالبانو ځايي چارواکو په دغه ولایت کښې د یوې خونړۍ چاودنې خبر ورکړی دی.

د خوست د پولیسو مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کښې ویلي دي چې په دې ولایت کښې په شوې نننۍ چاودنې کښې ۳ کسان مړه او ۷ نور زخمي شوي دي.

په دغې خبرپاڼې کښې چې د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند خالد زدران په ټویټر خپره شوې ده، راغلي دي چې یاده چاودنه نن غرمه کابو یوولس بجې د خوست ښار په یو هوټل کښې رامینخته شوې او یوشمیر کسان په کښې مړه او ژوبل شوي دي.

د دغې چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې.