-
ایران او پاکستان په سیمهییزو ظرفیتونو باندې په تکیې سره خپلې اړتیاوې پوره کولی شي
Sep 22, 2026 06:28د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره په پراخو ظرفیتونو په ټینګار سره، د سوداګرۍ، انرژۍ، ټوریزم، پانګونې او کلتوري او علمي تعاملاتو په برخو کې د تهران او اسلاماباد د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل:د ګډو پانګونو په پراختیا او د اقتصادي ملګرتیاؤ په اسانتیا سره د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې ژورې کولی شو.
-
خطاطي د ایران او افغانستان د ګډ فرهنګي میراث برخه ده
Sep 20, 2026 13:49زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي مسوول وايي، خطاطي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ فرهنګي میراث یوه برخه ده او د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابرولی شي.
-
د افغانستان په ولایت هرات کې د درې زره ټنو د ساتنې وړتیا لرونکې سړه خونه پرانیستل شوه
Sep 20, 2026 11:21د خونې جوړوونکی او هراتی پانګهوال، جمشید کمال، وایي، پر دې خونه یې، چې چارې یې په شپږو میاشتو کې پای ته رسېدلې، یو نیم میلیون ډالر لګولي دي. د هغه په وینا، دا خونه د درې زره ټنو، یا درې میلیونه کیلوګرامو، توکو د ساتنې وړتیا لري.
-
د افغانستان د امارتي شرکتونو د مشر په تهران کې لیده کاته
Sep 15, 2026 14:41د افغانستان د حکومتي شرکتونو د ادارې مشر احمدجان بلال، چې د ایران د تیلو وزارت په بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ ايران ته راغلی، په تهران کې ئې د ایران د تیلو وزارت له مرستیال او د ایران د تیلو د تصفیې او تیلي محصولاتو د ملي شرکت له عمومي مشر محمدصادق عظیميفر سره لیدلي.
-
کابل به د افغان کډوالو په باب د ایران ،ملګروملتو او طالبانو د ناستې کوربه وي
Sep 11, 2026 17:28د افغانستان کابل به په نزدې راتلونکي کې د افغان کډوالو د مشکلاتو د ارزونې لپاره د ایران ،ملګروملتو او طالب حکومت د درې اړخیزې ناستې کوربه وي.
-
په پاکستان کې د افغان محصلینو منل منع شول
Sep 09, 2026 06:41په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا په غیر قانوني د اوسیدونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو او سرحدي ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې روانه ده، د پاکستان په طبي پوهنځیو کې د افغان محصلینو منل منع شوي دي.
-
په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې ۲۱ وسلوال کسان او ۶ امنیتی ماموران وژل شوي
Sep 02, 2026 06:37ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، د پاکستان پوځ په بلوچستان صوبې کې د بیلیتون غواړو وسلوالو سره په نښتې کې ۲۱ وسلوال کسان وژلي دي او دغه په دغو عملیاتو کې ۶ امنیتي ځواکونه هم وژل شوي
-
د افغانستان او پاکستان امنیت متقابلې همکارۍ او درک ته اړتیا لري
Sep 02, 2026 06:33په اسلاماباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر وویل: د دواړو هېوادونو امنیت متقابلې همکارۍ، خبرو اترو او د یو بل د اندېښنو درک ته اړتیا لري.
-
تورخم؛ د چین او پاکستان د اقتصادي کریډور د راتلونکي مهمه دروازه ده
Aug 25, 2026 14:09پارس ټوډې – د پاکستان تورخم دروازه د چین او ددغه هیواد د اقتصادي کریډور یا دهلېز او د افغانستان د سوداګرۍ د لارې د راتلونکي لپاره په یوې مهمې او ټاکونکي ساحې بدله شوې ده.
-
د ایران دوغارون به د افغان محصلینو د جذب پر مرکز بدل شي
Aug 12, 2026 06:19د ایران د پیام نور پوهنتون مشر په دوغارون پولې کې د یوې نړیوالې څانګې د جوړولو خبر ورکړ چې موخه ئې د افغان محصلینو جذب دی.