-
د افغانستان په ننګرهارکې د باراني او سیلابي اوبو د زیرمه کولوډیمونه جوړیږي
Oct 14, 2026 07:26ځاي افغان چارواکي وایي، د دې بندونو په جوړیدو سره به د کرهڼیزو ځمکو د ویجاړیدو مخنیوي تر څنګ لسګونه هیکټره زمکه خړوبه شي.
-
د پاکستان پولیسو د سړکونو د بندوونکو کانټینرونو دغونډولو امر وکړ
Oct 14, 2026 06:27د پاکستان پولیسو په خیبر پښتونخوا صوبې کې د ګورنر راج له پلي کېدو وروسته، پر سړکونو د کېښودل شویو کانټینرونو د غونډولو امر صادر کړ.
-
د آب وهوا بدلونونو له امله زیانمنو شویو خلکو سره مرستې باید سیاسي نه شي
Oct 14, 2026 06:24د افغانستان د سرپرست حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال وویل چې د آب و هوا او موسم د بدلونونو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو بهیر باید سیاسي نه شي.
-
سردار عظمایي: د امریکايي بېړیو د ډوبَولو لپاره شېبې شمېرو
Oct 14, 2026 06:21د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان سردار علي عظمایي لومړنۍ ټیلوېژني مرکې کې په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د امریکائي جنګي بیړیو د سمندر تر لاندې د ډوبولو لپاره شیبې شمیرو.
-
عربستان د آرامکو د تېلو پر چاڼځای د یمني ځواکونو د توغندي لګېدل ومنل
Oct 14, 2026 05:40د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ادعا وکړه چې د آرامکو شرکت یوه اداري ودانۍ په نښه شوې او له امله ئې «محدود اورلګېدنه» رامنځته شوې ده.
-
ایران کې د انګلستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو
Oct 14, 2026 05:34د انګلستان د لوړپوړو چارواکو له خوا د فیرفورډ پوځي اډې د ادعا شوې پېښې په تړاو پر ایران د بېاساسه تور لګولو په غبرګون کې، په تهران کې د انګلستان سفیر هوګو شورټرپرون د سېشنبې په ورځ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اروپا د برخې د مرستیال وزیر او عمومي مدیر له خوا احضار شو.
-
د یمن د ماشومانو په ملاتړ په کراچۍ کې د زدهکوونکو سمبولیکه غونډه
Oct 14, 2026 05:27پارسټوډې ـ د پاکستان د کراچۍ ښار د اسلامي زدهکړو مرکز زدهکوونکو د یمن له خلکو سره د پیوستون په موخه یوه سمبولیکه غونډه جوړه کړه او د دغه هېواد د محاصرې پای ته د رسولو، د بشري مرستو د لېږلو او په سیمې کې د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتنه ئې وکړه.
-
یحیی سریع: «آرامکو» پوځي ټارګټ دی؛ له دغې سیمې لیرې شئ
Oct 14, 2026 05:19پارسټوډې ـ د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویندوي د عربستان د آرامکو شرکت کارکوونکو او سعودي ملکي وګړو ته خبرداری ورکړ چې د دغه شرکت شاوخوا سیمې دې خالي کړي، ځکه چې دا ځای پوځي هدف ګڼل کېږي.
-
د ټرمپ ګواښونه د هغه د بېوسۍ او لالهاندۍ نښه ده
Oct 14, 2026 05:14پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر وویل چې د ایران پر وړاندې په وروستي جنګ کې پر ناکامۍ سربېره، د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونه د امریکا د بېوسۍ او لالهاندۍ نښه ده.
-
برخوردار روبیو ته وویل: تاریخ د هېڅ حکومت تبلیغاتي کتابچه نه ده؛ ایران د زرګونو کلونو کلتور او ملي ارادې محصول دی
Oct 13, 2026 13:01پارس تودي – د ایران په اسلامي شورا (پارلیمان) کښې د زرتشتیانو استازې میرمن بهشید برخوردار، په یوه لیکنه کښې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو ادعاوو ته غبرګون وښود.