-
کابل نن د سیمې د اقتصادي او امنیتي ملګرتیاؤ د خبرو اترو کوربه دی
Jun 16, 2026 05:47د کابل چارواکو په تېرو کلونو کې څو ځله د افغانستان له جیوپولیټیک موقعیت څخه، چې د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او لوېدیځې آسیا د نښلېدو په څلورلارې کې پروت دی، د ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار کړی او هڅه یې کړې چې دغه هېواد د سیمې د سوداګریزو او ترانزیټي کریډورونو په نښلوونکې کړۍ بدل کړي.
-
افغانستان ایران ته د غوښې د صادرولو لپاره چمتووالی څرګند کړ
Jun 15, 2026 15:52د افغانستان د تجارتی چارو وزیر د افغانستان له لوري د ایرانيو شرکتونو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه وویل: که ګډې اقتصادي چارې او پانګونې ترسره شي، نو افغانستان به پانګهوالو ته ځمکې په واک کې ورکړي.
-
په غزني کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي
Jun 14, 2026 13:34د غزني ولایت د روضې کوتل په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او د ۱۱ ښځو په ګډون ۲۹ تنه نور ټپیان دي.
-
اروپا په رسمي ډول طالبان د خبرو اترو لپاره وبلل
Jun 13, 2026 14:26«۸ صبح» ورځپاڼې راپور ورکړی چې اروپايي کمېسیون او سویډن د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند بروکسل ته د خبرو اترو لپاره بللی دی.
-
امریکا یو شمېر افغان کډوال مرکزي افریقا ته ولېږل
Jun 13, 2026 14:16فرانس پرس خبري آژانس د جمعې په ورځ د الوتنو د معلوماتو او د یوه وکیل له قوله راپور ورکړی چې یوه امریکايي الوتکه، چې له امریکا څخه ایستل شوي افغان کډوال یې لېږدول، د مرکزي افریقا پر لور روانه شوې ده.
-
۷۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي
Jun 13, 2026 12:42په یوه اوونۍ کې ۷۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او خپل هېواد ته ستانه شول
-
په کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو ځوانانو ژوند بایللی
Jun 13, 2026 07:25ځايي سرچینې وايي چې د افغانستان د کندوز ولایت او امام صاحب ولسوالۍ ترمنځ پر لویه لاره پرون (جمعه) په یوه خونړۍ ترافیکي پېښه کې پنځه ځوانان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
-
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره خبرې ضروري دي
Jun 13, 2026 07:17د اروپايي ټولنې د احصاییې اداره وايي چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د دې ټولنې له غړیو هیوادونو یو میلیون افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.
-
ملګري ملتونه :د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو کې نجونې او ښځې تر نورو زیاتې زیانمنې شوي
Jun 12, 2026 12:37ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې نجونې او ښځې ترنورو زیاتې زیانمنې شوي دي.
-
له ایرانه افغانستان ته د څه باندې ۴۰۰ افغان بندیان لېږدول شوي
Jun 12, 2026 05:31افغانستان او ایران د بندیانو د سپارلو تړون لاسلیک کړی او د همدې هوکړې له مخې ایراني او افغان بندیان خپلو اړوندو هېوادونو ته سپارل کېږي.