-
له پاکستانه ۳۸۴ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې دي
Oct 10, 2023 04:24د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې له پاکستانه هېواد ته د ۳۸۴ کورنیو د راستنیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه کسان بیرته د تورخم او سپین بولدک له لارې ستانه شوي دي.
-
په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر دوو زرو اوښتی دی
Oct 09, 2023 03:48په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند مل پاسوال جانان صیاد وايي، په هرات ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۵۳ تنو ته رسېدلی او ۱۲۴۰ نور ټپیان شوي دي.
-
د هرات زلزله ځپلو ته د بهرنیو موسسو په بې پامۍ د طالبانو نیوکه
Oct 09, 2023 13:16د طالبانو د حکومت یو غړي د افغانستان په لویدیځ کښې له زلزله ځپلو سره د بهرنیو موسسو د ملګرتیا او مرستې په نه کولو نیوکه وکړه.
-
د هرات د زلزلې تلفات ۲ زره ۴ سوو ته ورسیدل
Oct 09, 2023 12:27د طالبانو یو چارواکي نن سهار په هرات کښې د زلزلې له امله د ۲۴۰۰ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
-
طالبان: په لندن او ویانا کښې د افغانستان د سفارتخانو خدمات اعتبار نه لري
Oct 09, 2023 12:23طالبانو په لندن او ویانا کښې د افغانستان د سفارتخانو خدمات «بې اعتباره» بللي دي
-
په افغانستان کې چارواکي د اوبو بندونه رغوي
Oct 09, 2023 11:09په افغانستان کې چارواکي غواړي هغه تاریخي ځایونه چې بیا رغونې ته اړتیا لري ویې رغوي
-
په لندن او ویانا کې د افغانستان د سفارتونو بندېدا
Oct 09, 2023 03:49د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ویانا او لندن کې د افغانستان د سفارتونو د بندېدو خبر ورکړی دی.
-
ملا عبدالغني برادر هرات ولایت ته لاړ
Oct 09, 2023 10:43د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ملا برادر به د دغه سفر په ترڅ کې د زلزلې له امله زیانمنې شوې سیمې له نېږدې وګوري.
-
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم عربستان ته ماتې ورکړې ده
Oct 09, 2023 09:56د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د اتلولۍ په سیالیو کښې د عربستان د فوټسال له لوبډلې سیالي وګټله.
-
د ایران اقتصادي پلاوی افغانستان ته تلی دی
Oct 09, 2023 09:11د ایران د اسلامي جمهوریت یو اقتصادي پلاوی په افغانستان کښې د پانګونې د فرصتونو د څیړنې په موخه کابل ته تلی دی.