ملا عبدالغني برادر هرات ولایت ته لاړ
Oct 09, 2023 10:43 Asia/Kabul
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ملا برادر به د دغه سفر په ترڅ کې د زلزلې له امله زیانمنې شوې سیمې له نېږدې وګوري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی برادر به د بېړنیو مرستو د رسولو ترڅنګ د راټولو شویو مرستو د عادلانه او سم وېش په موخه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي.
د طالبانو حکومت د هرات ولایت زلزله ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانيو نغدي مرسته هم اعلان کړې ده.
له ملا برادر سربېره د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد او د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام جار هم د زنده جان ولسوالۍ ته سفر کړی.
د يادونې وړ ده چې هرات کې د زلزلې له امله يو شمېر ټپيان، چې روغتیايي وضعیت یې ډیر وخیم و، د هوايي ځواکونو له لوري کابل ته لېږدول شوي دي.
ټیګونه