له پاکستانه ۳۸۴ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139708-له_پاکستانه_۳۸۴_افغان_کډوالې_کورنۍ_افغانستان_ته_ورستنې_شوې_دي
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې له پاکستانه هېواد ته د ۳۸۴ کورنیو د راستنیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه کسان بیرته د تورخم او سپین بولدک له لارې ستانه شوي دي.
(last modified 2023-10-09T23:56:22+00:00 )
Oct 10, 2023 04:24 Asia/Kabul
  • له پاکستانه ۳۸۴ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې دي

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې له پاکستانه هېواد ته د ۳۸۴ کورنیو د راستنیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه کسان بیرته د تورخم او سپین بولدک له لارې ستانه شوي دي.

 

د  افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه افغانستان ته  د ۳۸۴ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه کسان دتلې  په ۱۶مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ستانه شوي دي.

د  افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې له پاکستانه  هېواد ته د ۳۸۴ کورنیو د راستنیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه کسان بیرته د تورخم او سپین بولدک له لارې ستانه شوي دي.

  دغه وزارت زیاته کړه  د پاکستان له کوټې زندان څخه ۸۱ کورنۍ (۵۲۲ تنه) او ۷۹ تنه خوشې شوي بندیان هم افغانستان  ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له خپل هېواده د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې، خو د پاکستان د حکومت دغه پرېکړه له کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوې ده.