-
د افغانستان د طالبانو یو پلاوي روسیې ته تللی دی نور حال په راپور کښې لرو
Jun 07, 2023 06:49زمونږ خبریال راپور راړی د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی روسیې ته روان شوی دی.
-
بدخشان کې موټر بم برید له امله د والي مرستیال ووژل شو
Jun 06, 2023 10:03په بدخشان ولایت کې نن سهار د موټر بم برید له امله د دغه ولايت د مرستيال والي نثار احمد احمدي په ګډون دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
-
دافغانستان د بدخشان سرپرست والي په ځانمرګي بريدکې ووژل شو
Jun 06, 2023 07:12که څه هم د دې برید مسئوولیت کومې ډلې نهدی منلی، خو له دې وړاندې په بدخشان ولایت کې د طالبانو په امنیې قوماندان عبدالحق ابوعمر د چاودنې مسئو لیت چې هغه پکې وژل شوی ؤ، داعش ډلې منلی و.
-
نورستان کې یو محلي سندرغاړی له ورور سره یو ځای وژل شوی
Jun 06, 2023 13:08نورستان کې ناڅرګندو وسله والو یو محلي سندرغاړی او د هغه ورور په ډزو وژلي دي، خو ځایی چارواکي د دې سندرغاړي وژل کیدل شخصي دښمني بولي
-
هرات کښې د امام خمیني د وفات کلیزه ونمانځلې شوه
Jun 06, 2023 03:25د افغانستان په هرات ښار کښ د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) د وفات د کلیزې په مناسبت ځانګړې دستورې ترسره شوې
-
د افغانستان د ریلوی کارکوونکي د روزنې په موخه ایران ته رالیږدول شوي دي
Jun 06, 2023 00:21د افغانستان د ریلوی ادارې چاروکو ويلي چې د دغې ادارې يو شمېر کارکوونکي ګاونډي هېواد ايران ته د زدهکړو لپاره استول شوي دي
-
د افغانستان په سرپل ولایت کې د یوه ښوونځي ۶۰ زدهکوونکې مسمومې شوي
Jun 05, 2023 07:42د سرپل ولایت امنیتي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي شاوخوا ۶۰ ښځینه زدهکوونکې مسمومې شوي دي.
-
ننګرهار کښې د خټکیو فصلونو ته زیات تاوان رسیدلی نور حال دلته لرو
Jun 05, 2023 01:43زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ننګرهار کې دخټکیو کروندګر وایي وروستیو اورښتونو او نورو طبیعي افتونو یې فصلونو ته زیان اړولی دی. ځایي چارواکي وایي له مرستندویه ادارو یې غوښتې چې له زیانمنو شویو کروندګرو سره لازمې مرستې ترسره کړي.
-
د افغانستان میرمنې له ټولنې حذف شوي دي
Jun 05, 2023 00:45تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د بخښنې نړیوالې موسسې یوځل بیا په افغانستان کښې د ښځو په حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ د دغه هیواد ښځې له ټولنې حذف شوي دي.
-
د افغانستان طالبان له ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې لري
Jun 05, 2023 00:37زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت وايي چې له ګاونډیو هیوادونو سره ډيرې ښې اړیکې لري او د دغو اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.