هرات کښې د امام خمیني د وفات کلیزه ونمانځلې شوه
د افغانستان په هرات ښار کښ د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) د وفات د کلیزې په مناسبت ځانګړې دستورې ترسره شوې
زمونږ خبریال رپورټ راکوي چې پرون په هرات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګرۍ د پلاوي او د هرات د مشهورو عالمانو، کلتوري شخصیتونو او خلکو په شتون سره په صادقیه علمیه حوزه کښې په ترسره شویو دغو دستورو کښې ویناوالو، امام خمیني په اسلامي نړۍ کښې یو ستر انقلابي او اغیزشیندونکی شخصیت وباله.
د هرات یو دیني عالم حجت الاسلام «رجب زاده» په خپلې وینا کښې د امام خمیني د ژوند مختلفو اړخونو او د هغوي بریاؤ ته په اشارې سره وویل: د امام خمیني(رح) عاقلانه رهبرۍ، اسلامي انقلاب بري ته ورسوه.
هغه د ایران اسلامي انقلاب د نړۍ له نورو خوځښتونو سره پرته کړ او د هغه د قوت ټکی یې، په خدای تعالی او اهل بیتو علیهم السلام باندې د امام خمیني له توکل او تمسک او له استکبار سره د دښمنۍ له روحیې اخیستی وباله.
په دغو دستورو کښې چې د هرات د سلګونو خلکو په ګډون ترسره شوې وې، قاریانو د قرآن کریم تلاوت وکړ او مداحۍ وویلې شوې.