د افغانستان میرمنې له ټولنې حذف شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133946-د_افغانستان_میرمنې_له_ټولنې_حذف_شوي_دي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د بخښنې نړیوالې موسسې یوځل بیا په افغانستان کښې د ښځو په حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ د دغه هیواد ښځې له ټولنې حذف شوي دي.
(last modified 2023-06-04T22:23:32+00:00 )
Jun 05, 2023 00:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان میرمنې له ټولنې حذف شوي دي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د بخښنې نړیوالې موسسې یوځل بیا په افغانستان کښې د ښځو په حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ د دغه هیواد ښځې له ټولنې حذف شوي دي.

د بخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټي اینټرنیشنل پرون  په یوه ټویټر پیغام کښې یوځل بیا وویل د افغانستان میرمنې له ټولنې حذف شوي دي او طالبان باید په دې هکله ځواب ورکړي.

دغه موسسې وویل په افغانستان کښې ښځې د جینست په دلیل تل ځورول کیږي ،اذیت او شکنجه کیږي او د هغوې غږ غلی کړی شوی دی.

خو د افغانستان د طالبانو حکومت تیره اونۍ د ښځو پرضد د توپیر  د ختمیدا نړیوال کنونشن ته په یوه لیک کښې  د افغانستان د ښځو د حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله لګیدلي تورونه رد کړي وو.

واک ته د طالبانو له بیا رسیدا وروسته دغه ډلې له شپږم ټولګې څخه بره د انجلیو په زده کړې بندیز لګولی او ښځې او میرمنې یې هم په ادارو کښې له کارونو منع کړي دي.