-
په پاکستان کې افغان کډوال د پراخې اېستنې له ګواښ سره مخ دي
Jul 26, 2025 11:09زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د ویزو د غځېدو بهير له درېدو وروسته، د اسلامآباد او راولپنډۍ په اړوند سيموکې د نیولو او جبري اېستلو بهیر چټک کړی دی.
-
هند افغانستان ته د سي پیک له پراخېدو سره مخالفت وکړ
Jul 25, 2025 12:20د افغان رسندویو له راپور سره سم ، هند افغانستان ته د چین–پاکستان اقتصادي کوریډور (CPEC) د پراخېدو محالفت وکړ او هغه یې «نه منونکی» اقدام وباله.
-
طالبان : راستنېدونکي کډوال ټول د عفوې له فرمانه برخمن دی
Jul 25, 2025 08:26دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي، چې تر دې وړاندې یوناما په خپل راپور کې ویلي وو، چې افغانستان ته راستنېدونکي کډوال په ځانګړي ډول ښځې، نظامیان،د جمهوریت د دورې کارکوونکي او خبریالان د طالبانو له لوري له سختې ځورونې او خپل سرو نیونو سره مخ دي.
-
طالبانو ته د مسکو سفر رسمي بلنه ورکړل شوه
Jul 24, 2025 12:09د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته د تلیفیوني اړیکې پر مهال دغه هېواد ته د رسمي سفر ترسره کولو بلنه ورکړې.
-
حامدکرزي په کانکور کې د افغان نجونو پر نه شتون خواشیني ښودلې
Jul 23, 2025 04:10د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ۱۴۰۴ کال په کانکور ازموینه کې له لومړۍ تر ۵ مې درجې بریالیو هلکانو ته مبارکي ورکړې.
-
امیرخان متقي د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له مشر سره وکتل
Jul 22, 2025 03:49د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له سرمنشي شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
-
طالبانو په غزه کې د اسرائیلو جنایتونه وغندل
Jul 21, 2025 11:05د افغانستان سرپرست حکومت په غزه کې د ښځو او ماشومانو د لوږې او مظلومیت په اړه اعلامیه خپره کړې او دا اسرائیلي اشغالګرو د وحشت دا ډول یې په کلکه غندلی دی.
-
د طالبانو او پاکستان کورنیوچارو وزیرانو کابل کې لیدلي
Jul 21, 2025 10:59د کورنیو چارو وزارت وزیر سراجالدین حقاني د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره د امنیتي وضعیت، له نشهيي توکو سره د مبارزې، او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې دي.
-
طالبانو قطر ته د کارګرو لېږلو په اړه د هوکړې خبر ورکړ
Jul 21, 2025 10:38د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت د افغانستان څخه قطر ته د کارګرو لېږلو په اړه د هوکړې خبر ورکړی دی.
-
د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو
Jul 21, 2025 10:31د پولیو واکسین د تطبیق څلور ورځنی کمپاین نن (دوشنبې، ۳۰ سرطان) د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې پیل شوی دی.