افغانستان په فوټسال کې مالیزیا ته ۷ پر صفر ماته ورکړه
Jan 31, 2026 07:16 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مالیزیا ته ۷ پر صفر ماته ورکړه.
دا د اسیا د ملتونو په اتلولۍ لوبو کې د افغانستان دویمه بریا وه. په دې لوبه کې افغانستان ۷ پر صفر مالیزیا له مخې لرې کړه.
له دې وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم په خپله لومړنۍ لوبه کې عربستان ته ۳ پر صفر ماته ورکړې وه.
تمه ده د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د اسیايي ملتونو په اتلولۍ کې د ګروپي دور وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د ایران په وړاندې ترسره کړي.
ټیګونه