قطر له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدو غوښتنه وکړه
Jan 30, 2026 10:58 Asia/Kabul
-
د قطر د دولت د نړیوالو همکاریو وزیره مریم بنت علي بن ناصر المسند او د یوناما مرستیال انډریکا رټواټه
د قطر د دولت د نړیوالو همکاریو وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند د یوناما له مرستیال انډریکا رټواټه سره لیدلي او د افغانستان د بشري او پراختیايي وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو او دوحې ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د افغانستان د ملاتړ پر لارو چارو بحث شوی.
المسند ډاډ ورکړی چې قطر به د افغانستان په اړه د سیاسي، بشري او لوجسټیکي همکارۍ په برخه کې له یوناما سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او کابل کې د یوناما د ماموریت د اسانتیا لپاره به هڅې وکړي.
نوموړې د افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او د روغتیا، پوهنې او اقتصادي پراختیا په برخو کې یې د نړیوالو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
ټیګونه