-
د اروپايي هیوادونو مشرانو په ایلان مسک نیوکه وکړه
Jan 09, 2025 12:14زمونږ خبریال راپور راکړی د اروپايي اتحادیې مشران په دې خبرې بوخت دي چې په کوم ډول د ایکس اینټرنیټ پاڼې مشر ایلان مسک ته ځواب ورکړي هغوې خبرداری ورکړ چې فاشیزم یوځل بیا راستنیدلی شي او دا په داسې حال کښې دي چې ایلان مسک زمونږ په ادارو باندې په حملې کوي او نفرت زیاتوي.
-
له داعش ډلې سره په مبارزه کښې د الحشد الشعبي ځواک امنیتي بریالیتوب:-
Jan 09, 2025 11:16په داسې حال کښې چې امریکا د عراق په حکومت باندې د دباو په راوړلو سره د الحشد الشعبي ولسي ځواک د فعالیتونو د بندولو کوشش کوي د الانبار ولایت امنیتي سرچینو د الحشد الشعبي ځواکونو لخوا د داعش ډلې د نوي خوځښت د شنډولو خبر ورکړ.
-
د اسرائیلو رژیم ۵۴۰۰۰ پوځیان رواني ناروغان شوي
Jan 09, 2025 10:43مهر خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو رژیم رسنیو په غزې کښې د جنګ له پیل راهسې د صهیونیسټ رژیم د څلور پنځوس زره پوځيانو په رواني او نفسیاتې ناروغیو د اخته کیدا خبر ورکړ.
-
ایلان مسک د انګلستان د لومړي وزیر د څنګ ته کولو کوشش کوي
Jan 09, 2025 10:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د انګلستان «فایننشل ټایمز »ورځپاڼې راپور ورکړ د امریکا میلیارډر او د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ یوه نږدې کس« ایلان مسک» په بریتانیا کښې د راتلونکو انتخاباتو
-
روسیې په سوریې کښې د اسرائیلو په غیر قانوني تحرکاتو نیوکه وکړه
Jan 09, 2025 10:13فارس خبري اژانس راپور راکړی ملګروملتونو کښې د روسیې دائمي استازي «واسیلي نبنزیا» وویل د اسرائیلو غیرقانوني خوځښتونه او په جولان سیمه کښې د اوسني سیاست اجرا کول د سوریې یوهیړوالي ته ګواښ کوي.
-
ایران اسلامي سپيڅلتیاو ته د فرانسې د یوه ښاروال سپکاوی وغاند
Jan 09, 2025 10:04ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت د شخصیتونو او د سپیڅلتیاو په سپکاوي کښې د فرانسې د یوه ښار د ښاروال له سپکاوي ډک اقدام په کلکه وغاند.
-
امریکا په عراق کښې د اوږدې مودې لپاره د پاتې کیدا هڅه کوي
Jan 09, 2025 09:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق یوه سیاستوال «محمد الدلیمي» د الحشد الشعبي ولسي ځواک پرضد د امریکا خوځښتونو ته په اشارې سره په عراق کښې د پوځي شتون د دوام لپاره د واشنګټن هدفونو ته اشاره وکړه.
-
وفاق د حق او د عدالت پراساس امکان لري
Jan 09, 2025 09:29ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل وفاق د حق او د عدالت پراساس امکان لري او باید له یوبل سره مرسته وکړو چې هیواد د پراختیا او د پرمختګ په لور حرکت وکړي.
-
ایران، موافقې ته د ټولو خواوو د راستنېدو او پر متقابلو ژمنو عمل کولو ته چمتو دی
Jan 08, 2025 10:20د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د لسو هېوادونو د نویو سفیرانو د باورلیکونو د ترلاسه کولو په مراسمو کې، د موافقې ته د ټولو خواو د بیرته ستنېدو او د متقابلو ژمنو د ترسره کولو لپاره د تهران چمتووالی اعلان وکړ.
-
په غزې د صهیونیسټي رژیم په حملو کې ۴۹ نور فلسطینیان په شهادت ورسېدل
Jan 08, 2025 09:53د فلسطین روغتیا وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د غزې پر مختلفو سیمو د صهیونیسټانو په حملو کې د سه شنبې له سهار څخه تر تیرې شپې پورې لږ تر لږه ۴۹ ملکیان په شهادت رسېدلي دي.