ایران به په ګواښونو او بندیزونو سره تسلیم نه شي
(last modified Fri, 24 Jan 2025 02:05:11 GMT )
Jan 24, 2025 06:35 Asia/Kabul
  • ایران به په ګواښونو او بندیزونو سره تسلیم نه شي

د ایران ولسمشر وویل، اسلامي جمهوریت به د دښمنانو په ګواښونو او بندیزونو سره تسلیم نشي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران په جنوب لوېدیځ کې د خوزستان ولایت د پوهانو او نخبگانو په غونډه کې، د ایران د ولس پر وړاندې د دښمنانو ګواښونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، د ایران ملت به  په ګواښونو او بندیزونو سره تسلیم نشي او له هېڅ کوم هېواد سره هم جګړه او دعوا نه لري، بلکې په سوله او ټیکاو کې د ژوند غوښتونکی دی.

پزشکیان څرګنده کړه، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نظام په عمومي سیاستونو کې فرمایلي چې د عزت، مصلحت او حکمت درېیو اصولو له مخې، باید د نړۍ له ټولو هېوادونو سره اړیکې ټینګې شي، له اسرائیلي نیواکګر رژیم پرته چې انسانیت ته ارزښت نه ورکوي.

د ایران ولسمشر زیاته کړه، په داسې حال کې چې صهیونیسټي رژیم د استکباري هېوادونو په ملاتړ سره په غزې کې په زرګونه بې ګناه خلک په شهادت ورسول، د دغه نیواکګر رژیم ملاتړي بیا د بشري حقونو خبرې کوي، حال دا چې د دغه جنایتکار رژیم ملاتړي بشریت ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او د 13 زره زده کونکو او ماشومانو په ګډون، د زرګونه بې ګناه خلکو په وژنه کې د اسرائیلو له جنایتونو څخه ملاتړ کوي.