د ایران غیر تیلي صادراتو ۱۸ سلنه وده کړې
د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر وویل: د ګمرکونو د ادارې د وروستیو احصائیو له مخې، د روان کال په لسو میاشتو کې د ایران غیر نفتي صادرات ۴۷.۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، ۱۸ سلنه زیات شوي دي.
د ایران د اقتصادي چارو او مالیې وزیر عبدالناصر همتي په مجازي فضا کې په خپله شخصي پاڼه کې ولیکل: د ۵۶ میلیارده ډالره واردات یوازې درې سلنه زیات شوي چې د همدې مودې په پرتله او له سرو زرو پرته، لس سلنه کموالی ښيي.
همتي د (۱۴۰۳) هجري لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د ایران غیر تیلي سوداګرۍ ۱۸ سلنه زیاتېدو ته په اشارې سره زیاته کړه: د غیر تیلي سوداګرۍ کسر هم په دې دوو کلونو کې د سرو زرو وارداتو پرته، له 12.5 میلیارد ډالرو څخه دوه میلیارډ ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتصادي چارو او مالیې وزیر زیاته کړه: په دغه موده کې د تیلي صادراتو د ۳۰ میلیارډ ډالرو په شمول، سوداګریز توازن (تیلي او غیر تیلي) له ۲۸ میلیارډو ډالرو څخه زیاته شوې ده.