Nov 08, 2024 05:22
د سحاب شبکې د خبر له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دې په بیان سره چې، د ایران د اسلامي جمهوریت نظام پر خپل داخلي ځواک باندې په تکیې سره، د عزت او عظمت لرونکی ملت دی، څرګنده کړه: د ایران لپاره به هېڅ فرق ونکړي چې څوک د امریکا په ټاکنو کې بریالی شوی دی، ځکه چې د ایران او د ایران د اسلامي جمهوریت جوړښت، په خپل داخلي ځواک تکیه کوي.