فارسي؛ د تمدن ژبه — پینځلسمه برخه
په دې مطلب کې ګام پر ګام د فارسي ژبې د زرګونو کلونو اوږد سفر کې سره ملتیا لرو؛ هغې ژبې سره چې یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې د هغو خلکو د فکر، فرهنګ، باورونو او تاریخي خاطرو هېنداره ده چې د نړۍ په پراخه جغرافیه کې پرې ژوند کړی، فکر یې پرې کړی او تلپاتې اثار یې لیکلي دي.
فارسۍ ژبه چې یوه تر ټولو زړه ژبه ده د مخکنیو خلکو ګرانبیه میراث، د ایرانیانو او د فارسۍ ژبي خلکو ملي هویت او پانګه او ارزښت لرونکي خزانې او پیاوړي بډایه ادبیات لري او فارسۍ ژبه د ایران د خلکو او د پاکستان ، د افغانستان، د ازبکستان، د تاجیکستان، ترکمنستان، اذربایجان او د عراق د ځینو سیمو د خلکو ژبه ده.
په تیرو برخو کښې مو خپل سفر د فارسۍ ژبې په تاریخ کښې پیل کړ؛ داسې سفر چې د نن ورځې په بڼه د فارسۍ ژبې له پیدایش څخه ډیر مخکې پیلیږي.
داسې زمانې ته ورغلو چې تراوسه د ایران قومونه د «ایران فلات» ته نه وو ننوتلي او د ایران او د هغه ګیرچاپیر ټاټوبي په بیلابیلو ژبو او کلتورونو سره د تمدنونو د ژوند ځایونه وو.
د سومریانو په هکله مو خبرې وکړې؛ داسې خلک چې د نړۍ د یوه تر ټولو ستر لومړی تمدن په رامینځته کیدا او له میخي لیک دود څخه په استفادې سره یې د بشر د پوهې او د تفکر د سترې برخې د ثبتیدا او د انتقالولو امکان برابر کړ.
ورپسې د «عیلام» ټاټوبي ته ورغلو او له «عیلامیانو» سره اشنا شوو کومو چې د ایران په جنوب لویدیځ کښې یو مهم او اغیز شیندونکی تمدن رامینځته کړ او د دوې ژبه حتی د عیلام د حکومت له ختمیدا وروسته هم تر مودو مودو پورې په اداري او رسمي چارو کښې خپل ژوند ته دوام ورکړ.
خو دغه سفر اوس هم دوام لري.
د هغه زمینې چې د ایران ژبې پکښې رامینځته شوې د ډیرې پيژندګلوۍ لپاره باید لږ زیات د لرغوني ایران ګیرچاپیر ټاټوبو ته ولاړ شو؛ ځکه چې ژبې هیڅکله له یوبل څخه جلا او په یوازې ځان وده نه کوي.
ملتونه له یوبل سره ارتباط لري، حکومتونه رامینځته کیږي او له مینځه ځي، سوداګران او مسافران تګ راتګ کوي او په نتیجه کښې ژبې هم له یوبل څخه اغیز اخلي.
په نني مطلب کښې د لرغونو ژبو یوې سترې کورنۍ ته ورځو؛ داسې ژبې چې د نږدې ختیځ په پراخې سیمه کښې دود وې او په پیلابیلو وختونو کښې د حکومت، د تجارت، د مکاتباتو او د بیلابیلو ملتونو ترمینځ د ارتباط ژبې وې.
نو له مونږ سره وسئ چې د دغه سفر په دوام کښې له« سامي» ژبو او په تیره بیا له «اکدي» ژبې سره اشنا شو او وګورو دغو ژبو د سیمې په تاریخ کښې څه ځایګی او مقام درلود او په کوم ډول سوکه سوکه د «ارامي» ژبې د رامینځته کیدا لپاره زمینه برابره شوه؛ داسې ژبه چې په دوام کښې به د ایران په تاریخ کښې ډیر مهم رول ولوبوي.
فارسۍ د ادب او د کلتور ژبه په تیرو پروګرامونو کښې مو واوریدل چې د فارسۍ ژبې تاریخ کوم لنډ تاریخ او وروستیو څو پیړیو ته محدود تاریخ نه دی، د هغې جرړې د تاریخ په ژورو او په هغو تمدنونو کښې پټې دي چې زرګونو کاله مخکې په ایران ټاټوبي او د هغه په ګیرچاپیر سیمو کښې وسیدل.
د دې مقصد لپاره مو په تیر پروګرام کښې خپل سفر هغه زمانې ته پیل کړ چې تراوسه د ایران قومونه د ایران فلات ته نه وو رسیدلي او دغه ټاټوبی د هغو ملتونو کوربه و چې هر یوه ملت یې خپلواکه ژبه او کلتور درلود.
داسې کسان چې د بین النهرین په جنوب کښې یې د نړۍ یو تر ټولو لرغونی تمدن رامینځته کړ او د «میخي خط» یعني دود لیک په ابداع کولو سره یې د بشر د تاریخ، تفکر او د پوهې د ثتبولو لپاره یې لاره هواره کړه.
اوریدلي مو دي که څه هم د «سومریانو» حکومت له مینځه لاړ، خو د دوې ژبه تر پیړیو پیړیو پورې د علم ، د دین او د کلتور د ژبې په توګه پاتې شوه او خپل ډیر اثار او کتابونه یې پرځاې پریښودل.
«عیلامیان» هم داسې خلک وو چې د ایران په جنوب لویدیځ کښې یې یو ځلانده تمدن رامینځته کړ او «شوش» ښار یې د خپلې زمانې په یوه تر ټولو مهم سیاسي او کلتوري مرکز باند بدل کړ.
«عیلامي» ژبه چې یوه خپلواکه ژبه وه او د عیلامیانو د حکومت له ختمیدا سره سره هماغه راز د هخامنشي باچاهانو په اداري دستګاه کښې ځانګړی مقام درلود او د لرغوني فارسۍ ژبې په څنګ کښې په ډیرو کتیبو او رسمي اسنادو کښې کاریدله، وښودله چې د ایران د قومونو له راتلو مخکې دغه ټاټوبی له لرغوني تمدن او بډایه کلتور څخه برخور و او د ایران ژبو د همدغو ارزښمنو میراثونو په بستر کښې وده کړې ده.
()
همدا اوس د دغه سفر په دوام کښې د لرغونو ژبو یوې بلې ډلې ته ورځو؛ داسې ژبې چې نه یوازې د بین النهرین په ملتونو کښې بلکې د نږدې ختیځ په ستره برخه کښې دود وې او تر پیړیو پیړیو پورې د بیلابیلو حکومتونو، سوداګرانو او ملتونو د ارتباط وسیله وې.
دغه ژبې نن سبا په سامي ژبو باندې پیژندو؛ د هغو ژبو یوه ستره کورنۍ چې د هغوې پيژندګلوۍ زمونږ لپاره په لرغوني ایران کښې د ژبې او د کلتور د تحول او بدلون د ځنځیر یوه بله کړۍ روښانه کوي.
که چیرې په تیرو تمدنونو باندې غور کښې خپلې سترګې له «فلات ایران» څخه د لویدیځ په لور واړوو، نو له داسې ټاټوبي سره مخامخ کیږو چې د زرګونو کلونو په اوږدو کښې د انساني تمدنونو د بڼه د خپلیدا یو تر ټولو مهم مرکز و.
داسې ټاټوبی چې د «دجله» او د «فرات» د دوو سیندونو ترمینځ نه یوازې د سترو حکومتونو او د ښارونو زیږنځای اباد و، بلکې په بیلابیلو ژبو او کلتورونو سره د ملتونو د ټکر او چلند ځای هم ګڼل کیده.
په دغو ملتونو کښې یوه ستره ډله وه چې ژبو یې له داسې څانګو سره تعلق درلود چې نن سبا هغو ته د «سامي» ژبو کورنۍ وایو.
دغه ژبې که څه هم په بیلابیلو ټاټوبو کښې دود وې خو د جوړښت او د اصطلاحاتو یعني د ټکو له نظره یي له یوبل سره نږدې پیوندونه او اړیکې لرلې او همدغه ورته والي او شباهتونه سبب شوي دي چې ژب پیژاند هغه په یوې کورنۍ کښې ځاې کړي.
د «سامي» نوم له ډیر پخوا راهسې د ژبو د دغه ډلې د معرفي کیدا لپاره کارول شوی دی.
دغه نوم نه یوازې د ژبو د فهرست او دسته بندۍ لپاره دی بلکې د هغه هدف د هغو ژبو ټولګه ده چې د لویدیځې اسیا په سترې برخې او د هغه په ګیرچاپیر سیمو کښې دود وې.
په دغو ژبو کښې، ځینو ډیر اهمیت پیدا کړی دی؛ ځکه چې سترو حکومتونو او پیاوړي تمدنونو په دغو ژبو خبرې کولې او خپل ډیر لیکلي اثار یې پرځاې پریښودلي دي.
په دغو ژبو کښې په تر ټولو مهمو ژبو کښې اکدي، ارامي، او سریاني ته اشاره کولای شو؛ داسې ژبې چې هرې یوې یې د تاریخ په یوه پړاو کښې د سیمې په کلتور او سیاست کښې ټاکونکی رول لرلی دی.
لومړنۍ ژبه چې په دغه کورنۍ کښې ورسره اشنا کیږو، «اکدي» ژبه ده.
دغه ژبه باید د «سامي» ژبو یوه تر ټولو لرغوني ژبه وګڼو چې د هغه ګڼ شمیر لیکلي اثار لاس ته راغلي دي.
هغه خلک چې په دغه ژبه باندې یې خبرې کولې، د سومریانو د ټاټوبو په شمال کښې وسیدل او سوکه سوکه وتوانیدل خپل سیاسي قدرت پراخ کړي.
د وخت په تیریدا سره د همدغو تمدنونو له زړه څخه د بابِل او اشور ستر حکومتونه رامینځته شول او د اکدي ژبه د هغوې د حکومتونو رسمي ژبه شوه.
په همدې دلیل کله چې د اشوري او د بابِلي ژبې په هکله خبرې کیږي، په حقیقت کښې د اکدي ژبې د دوو مهمو څانګو یا دوو بڼو په هکله خبرې کوو چې د وخت په اوږدو کښې هرې یوې ژبې خپل خاص ځانګړتیاوې پیدا کړې دي.
هغه څه چې اکدي ژبه د ایران او د سیمې تاریخ ته اهمیت وربښي، د دغه ژبې پراخوالی نه دی، بلکې هغه زیات لیکلي اثار دي چې له اکدي ژبې څخه پاتې دي.
د خټو جوړ زرګونو لوحې، حکومتي حکمونه، اقتصادي تړونونه، سیاسي لیکونه، ادبي لیکنې او قوانین دي چې په دغه ژبه باندې لیکل شوي دي او نن سبا زمونږ د علمونو ستره برخه د بین النهرین د لرغونونو تمدنونو او له همدغو تمدنونو څخه لاس ته راغلي دي.
دغه اثار ښودنه کوي چې اکدي ژبه یوازې د خلکو د خبرو اترو ژبه نه وه، بلکې د حکومت، د علم او د لیکلو ژبه هم ګڼل کیدله.
د پام وړ ټکی دا دی چې له سومري ژبې سره د «اکدي» ژبې له تفاوت سره سره د اکدي ژبې ویونکو هم د «سومریانو» په شان د لیکلو لپاره له «میخي خط» یعني میخي دود لیک څخه استفاده کوله.
په حقیقت کښې هغوې د سومریانو د لیکنې نظام ومانه او هغه یې له خپلې ژبې سره سازګار کړ.
دغه موضوع یوځل بیا ښودنه کوي چې په لرغوني دنیا کښې د ملتونو ترمینځ د علم او د کلتور انتقالول یوه طبیعي چاره وه او ده.
هماغه ډول چې نن سبا یوه ژبه ممکنه ده له بل خط یعني دود لیک څخه استفاده وکړي او په تیرو وختونو کښې هم ملتونو له خپل وخت څخه د مخکې تمدنونو له بریاو څخه ګټه پورته کوله او هغوې یې له خپلو ضرورتونو سره متناسب برابرولې.
د بابِل حکومت په قدرت ترلاسه کولو سره اکدي ژبه د سیمې په یوې تر ټولو مهمې سیاسي ژبې باندې بدله شوه.
د باچاهانو حکمونه، د حکومتونونو ترمینځ تړونونه او ډیر رسمي مکاتبات په بابِلۍ ژبې باندې لیکل کیدل.
له هغه وروسته هم د اشور د حکومت په رامینځته کیدا سره د اکدي ژبې اشوري ډول والی دود شو او د هغه د نفوذ قلمرو تر لیرې لیرې ټاټوبو پورې پراخ شو.
له همدې کبله اکدي ژبه تر څو پیړیو پورې د نږدې ختیځ د سترو حکومتونو ترمینځ د ارتباط تر ټولو مهم اوزار و او د هغه رول زمونږ په زمانه کښې د نړیوالو ژبو له رول سره پرتله کولی شو.
خو د ژبو تاریخ د ملتونو د تاریخ په شان تل د بدلیدا په حال کښې دی.
هیڅ ژبه د تل لپاره خپل لومړی ځایګی نه ساتي.
د وخت په تیریدا او د سیمې د حالاتو په بدلیدا سره بلې ژبې سوکه سوکه د اکدي ژبه ځای ونیوه؛ داسې ژبه چې د هغې نفوذ د یوه حکومت یا د یوه ملت له سرحدونو واوړیده او د لویدیځې اسیا یعني د مینځني ختیځ د ډیرو خلکو په یوې ګډې ژبې بدله شوه.
دغه ژبه «ارامي» نومیدله؛ داسې ژبه چې د خپلې لارې په دوام کښې یې د ایران په تاریخ باندې هم ژور اغیز پریښود او له دغه ژبې سره اشنایۍ به د ایرانیو ژبو د تیر وخت د پیژندلو لپاره نوې دریڅه پرانیزي.