-
د صهیونیسټ رژيم د کابینې غونډه له شخړې سره مخامخ شوه
Jul 01, 2025 08:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو خبري سرچینو وویل د صهیونیسټ رژيم د جنګ د کابینې غونډه د لومړي وزیر نتانیاهو د وزیرانو ترمینځ له سختو اختلافاتو او شخړې سره یوځاې ده.
-
ایران او غزه به د امریکا او د اسرائیلو د چارواکو مهمه موضوع وي
Jul 01, 2025 08:08ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به راتلونکي دوشنبې ورځ امریکا ته ولاړ شي او د ایران ، غزې او له اسرائیلو سره د سوریې د اړیکو د عادي کولو په شان موضوعګانې به له ولسمشر ټرامپ سره د هغه د کتنې په تر ټولو مهمو چورلیزونو کښې شامل وي.
-
پر غزې د صیهونیسټ رژیم په تازه بریدونوکې ۶۰ کسان شهیدان شوي
Jul 01, 2025 03:44د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلورژیم په تازه بریدونو کې د مېرمنو، ماشومانو او یو خبریال په ګډون ۶۰ کسان وژل شوي دي.
-
عراقچي د ایران پر ضد د صهیونیسټ رژیم د تیري په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر چوپتیا نیوکه کړی ده
Jul 01, 2025 03:42د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل مصري سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران پر وړاندې د صهیونیسټ رژیم د تیري په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې پر چوپتیا نیوکه وکړه.
-
پزشکیان: د ایټمي اژانس دوه ګونی چلند د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره ډېرې ستونزې رامینځته کړې دي
Jul 01, 2025 03:40د ایران ولسمشر په دې ټیلیفوني خبرو کې، دا پوښتنه راپورته کړه چې ولې جنایتکار صهیونیسټ رژیم، چې د NPT غړی نه دی او د ټولو موجوده نړیوالو قوانینو پر خلاف یی عمل کړی، باید داژانس د راپورونو لپاره حواله او اساس وي؟
-
د نریندرامودي په پړاؤ کې د هند د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې جرمونه زیات شوي
Jun 30, 2025 01:38د هندوستان د مسلمانانو پر وړاندې د سیستماتیکې کرکې جرمونه د نریندرا مودي د صدر اعظمۍ پر مهال زیات شوي او په یوه کال کې ۹۴۷ موردونو ته رسېدلي.
-
دعراق کتائب حزب الله: که امریکا مداخله وکړي، مونږ به په سیمه کې د هغې ګټې او اډې په نښه کړو
Jun 16, 2025 03:02په عراق کې د کتائب حزب الله اعلان وکړ چې که امریکا د ایران په خاوره کې له صهیونیسټ رژیم سره په جګړه کې ښکیل شي، د مقاومت ځواکونه به په سیمه کې د امریکا ګټې او اډې په مستقیم ډول په نښه کړي.
-
د اسرائیلو لومړی وزیر د ایران له حملې یونان ته تښتیدلی
Jun 14, 2025 02:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم دولسم ټیلي ويژن تر بلې خبرتیا پورې د یونان هیواد په پلازمینې اتن کښې د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د اختصاصي الوتکې د کوزیدا خبر ورکړ.
-
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر: په درېیم مرکز کې د غني کولو عملیات به د ماشینونو له سمبالولو وروسته پیل شي
Jun 13, 2025 01:52پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ سازمان مشر، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د حکامو شورا لخوا د ایران ضد پریکړه لیک له صادرېدو وروسته د دې په بیان سره چې د غني کولو درېیم مرکز جوړ او چمتو شوی او یو خوندي او امن ځای دی، وویل: هرڅومره ژر چې په درېیم ځای کې د ماشینونو نصب او تجهیزات بشپړ شي، موږ به په نوي ځای کې د غني کولو عملیات پیل کړو.
-
مسعود پزشکیان د حکامو شورا د پریکړې په غبرګون کې: غني کول به دوام ولري
Jun 13, 2025 01:31پارس ټوډې - د ایران پر وړاندې د نړیوالې اټومي انرژۍ سازمان د حکامو شورا د پریکړې په غبرګون کې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: موږ به خپلې لارې ته دوام ورکړو، غني کول به ولرو او له اوسني بهیر څخه به شاته نه شو.