اسرائیلو د سوریې د قنیطره شپږ زره هیکټاره ځمکې نیولي
(last modified Sat, 12 Jul 2025 06:09:09 GMT )
Jul 12, 2025 10:39 Asia/Kabul
  • اسرائیلو د سوریې د قنیطره شپږ زره هیکټاره ځمکې نیولي

ایرنا خبري اژانس د سوریې په قنیطره ولایت کښې د ځايي سرچینو په قول وویل چې صهیونیسټ رژيم د نویو پوځي اډو د جوړولو لپاره د قنیطره ولایت شپږ زره هیکټاره کرهڼیزې ځمکې او څړ ځایونه نیولي دي.

خبري سرچینو وویل د اسرائیلو دغه پوځي تیري سبب شوي چې زرګونو کورنۍ چې د څارویو کارونه یې کول او په دغه سیمه کښې وسیدل د خپل د عاید اصلي سرچینې له لاسه ورکړي .

دغه راپور زیاتوي د صهیونیسټ رژيم پوځ دغه راز تراوسه په «الحمیدیه» کلي کښې څه د پاسه پینځلس کورونه په دغه سیمه کښې له هیڅ ډول پوځي فعالیت نه ترسره کیدا سره سره  ړنګ کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د خپلو دښمانه اقداماتو په دوام کښې د قنیطره سیمې په خوا کښې د «الرفید» ښارګي په لویدیځ کښې سرحدي دیوال ته نږدې کروندو ته اور واچاوه.

دغه راپوز زیاتوي په داسې سیمه کښې چې د ملګروملتونو تر څارنې لاندې ده د صهیونیسټ رژیم پوځي خوځښتونه د نړیوالو قوانینو او د سوریې د ملي واکمنۍ ښکاره خلاف ورزۍ ګڼل کیږي او د سیمې د جغرافیايي او د نفوسو د حالت د بدلولو لپاره د تل اویو د اوږد مهاله پلانونو په هکله یې اندیښنې زیاتې کړي دي.

دغه اقدامات په داسې شرایطو کښې ترسره کیږي چې مخکې خبرو سرچینو له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ایشوا کړي وه راپورونه وايي ټاکل شوي ده چې زر د سوریې په جنوب کښې درې حایلې سیمې رامینځته شي چې درعا ، قنیطره او  السویدا ولایتونو به پکښې شامل وي.

د لومړۍ موافقې پراساس د سوریې پوځ باید له دغو سیمو خپلې ټولې درنې وسلې وباسي او یوازې به اجازه ولري چې ځواکونه یې په سپکو وسلو لرلو سره  په یادو  سیمو کښې دیره شي.

دغه راز د سوریې یوه تاجر څه موده مخکې نیواکي سیمو ته په سفر سره د صهیونیسټ رژيم پارلمان ته د سوریې د موقته حکومت د مشر ابو محمد الجولاني پیغام منتقل کړی دی.

دغو رسنیو ایشوا کړه محمد الجولاني په دغه پیغام کښې له هغه څه څخه د ګټه د پورته کولو پرضرورت چې د سیمې تاریخي فرصتونه چې هر سل کاله یوځل تکراریږي بللي دي د اړیکو د عادي کولو د بهیر پرمخ بیولو ټینګار کړی دی.