-
د امریکایانو ضد ونقیض دریځونه د جدیت او ښه نیت نشتوالی ښئي
Apr 17, 2025 01:39پارس تودي - د امریکا د ولسمشر د منځنئ آسیا استازي او له ایران سره د خبرو اترو د پلاوي مشراسټیو ویتکاف متضاد دریځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقائي» غبرګون راوپاراوه.
-
د ایټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په تخنیکي رول ټینګار وشو
Apr 17, 2025 01:34د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي پرون ناوخته د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس له مشر رافایل ګروسي سره په کتنې کې چې پرون تهران ته په سفر راغلی، د ایران د سیاست او ارادې په یادولو سره، چې د نړیوالو حقوقي ژمنو په چوکاټ کې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې سره تعامل او ملګرتیا ته دوام ورکوي، ټینګار وکړ، ایټمی آژانس باید خپل مسلکي او تخنیکي رول د خپلو دندو او مسئولیتونو په چوکاټ کې ترسره کړي، له دې پرته چې د ځینو له خوا له غیرقانوني او ناروا دباؤنه ومني .
-
امام خامنه ای: مونږ د "عمان خبرو اترو" په اړه نه ډېر خوشبینه یو او نه ډېر بدبین یو
Apr 16, 2025 08:07پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دې په بیانولو سره چې د عمان خبرې اترې د بهرنیو چارو وزارت له لسګونو دندو څخه یوه ده، وویل: د هیواد مسایل په خبرو اترو پورې ونه تړو."
-
سید عباس عراقچي څوک دی ؟ انځورونه
Apr 15, 2025 11:29سید عباس عراقچي یو ایرانی دیپلومات او سیاستوال دی چې له ۱۴۰۳ کال راهیسې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دی. هغه د ایران د اټومي مذاکراتو د ټیم غړی و او د ۱+۵ ډلې سره یې مذاکرات کړي. نوموړي د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د دغه وزارت سیاسي مرستیال هم پاتې شوی دی.
-
تهران د ګاونډیو هېوادونو سره د ګډ سپوږمکۍ جوړولو لپاره چمتو دی؛ د ایران فضايي فعالیتونه «سولهييز او اقتصادي» دي
Apr 15, 2025 14:15پارس ټودي - د ایران د فضايي څېړنو ادارې مشر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت فضايي فعالیتونه سولهييز او اقتصادي بڼه لري.
-
«د سعدي بوستان» د نړۍ غوره ژباړل شوی ادبي اثر؛ په بمبيي کې د ایراني شاعر په اړه کنفرانس
Apr 15, 2025 14:06پارس ټودي - د ایراني شاعر سعدي «بوستان» کتاب د بوسنیایي، صربي او کرواتي ژبو ته د نړۍ د غوره ژباړل شوي ادبي اثر جایزه خپله کړه.
-
هیله لرو چې د ګروسي راتلونکی سفر د ملګرتیاو د پياوړتیا سبب شي
Apr 15, 2025 02:30د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي رضا نجفي هیله وښودله چې تهران ته د دغه آژانس د عمومي منشي راتلونکی سفر د ملګرتیاو د پیاوړتیا لامل شي.
-
ایران د نړۍ د لویو معدنی زیرمو څښتن هیواد
Apr 14, 2025 11:52پارس تودی- د تهران د سوداګرۍ خونې غړی وویل: ایران د نړۍ ۷ سلنه معدني زیرمې لري او د نړۍ په کچه د زینک، سرب او مس تر ټولو زیاتې زیرمې لري.
-
دښمن له خپلواکه اوغیر تړلی ایران غوسه دی ؛ له امام خامنه ای سره دپوځي قوماندانانوکتنه
Apr 14, 2025 09:27پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر وويل: نړیوال زورواکان دا جائز ګڼي چې په خورا سختو او وژونکو وسلو سمبال شي او د نورو لپاره دفاعي پرمختګ ناجایز ګڼي.
-
د ایران ۸۰ فیصده فضايي پروژې اقتصادي دي
Apr 14, 2025 13:53د ایران د فضايي څیړنځي مشر وویل: د ایران د فضايي فعالیتونو یوازې له ۱۰ نه تر ۲۰ فیصدو پورې برخه حاکمیتي اړخ لري او ستره برخه یې اقتصادي او غیرپوځي ده چې د خلکو په ژوند به نیغ په نیغه اغیزه وکړي.