د ایټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په تخنیکي رول ټینګار وشو
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي پرون ناوخته د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس له مشر رافایل ګروسي سره په کتنې کې چې پرون تهران ته په سفر راغلی، د ایران د سیاست او ارادې په یادولو سره، چې د نړیوالو حقوقي ژمنو په چوکاټ کې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې سره تعامل او ملګرتیا ته دوام ورکوي، ټینګار وکړ، ایټمی آژانس باید خپل مسلکي او تخنیکي رول د خپلو دندو او مسئولیتونو په چوکاټ کې ترسره کړي، له دې پرته چې د ځینو له خوا له غیرقانوني او ناروا دباؤنه ومني .
د تسنیم خبري اژانس راپور ورکوي، ، د اټمي انرژۍ نړیوال آژانس مشر رافایل ګروسي، چې د ایران له چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته راغلی، پرون ناوخته ئې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له سید عباس عراقچي سره وکتل او د دواړو خواوو د وروستیو ملګرتیاؤ او تخنیکي تعاملاتو په اړه یې خبرې اترې وکړې. عباس عراقچي د ایران د دوامداره تعامل او همکاریو په اړه د ادارې سره د نړیوالو ژمنو په چوکاټ کې خبرې وکړې او د ادارې د مسلکي او تخنیکي رول پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه همدارنګه د ایران د سوله ایزو اټمي تاسیساتو پر وړاندې د ګواښونو په اړه د ایټمی آژانس د روښانه او شفاف دریځ غوره کولو غوښتنه وکړه. په دغې کتنې کې، عباس عراقچي د ایران او امریکا ترمینځ د عمان په منځګړیتوب د بندیزونو د لیرې کولو او د اټمي موضوع په اړه د خبرو اترو په اړه ګروسي ته معلومات ورکړل. ګروسي د تهران په سفر خوښي وښودله او د ایران او آژانس ترمینځ ئې د دوامدار تعامل او ملګرتیاؤ او له نورو خواؤ سره د مشورو پر اهمیت ټینګار وکړ،څو د موجوده مسئلو د حل لپاره مناسبه فضا رامینځته شي. هغه د ایران او امریکا ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو د پیل هرکلی وکړ او د ایټمی اژانس له خوا ئې ددغو خبرو په بشپړ ملاتړ سره، هیله څرګنده کړه چې دا خبرې به د دواړو خواوو لپاره د ښې او خوښې پایلې ترلاسه کولو پورې دوام وکړي.