-
دښمن د اسلامي ایران امنیت په نښه کړی
Dec 09, 2023 06:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان سردار « علیرضا تنګسري» وویل : دښمن د اسلامي ایران د امنیت د ګډوډولو کوشش کوي خو د دغه ټاټوبي زړور بچیان به دښمن ته د هیڅ ډول تحرک اجازه ورنکړي.
-
د ایران او جرمني د بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې
Dec 09, 2023 02:35د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان د جمعې په ماښام د المان د بهرنیو چارو له وزیرې الینا بربک سره په ټیلیفوني خبرو کې په غزې د صهیونیسټ رژيم نسل وژنه وغندله.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له اسماعیل هنیه سره ټیلیفوني خبرې وکړې
Dec 09, 2023 01:20د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه سره تېره شپه د ټلیفون په لیکه، د فلسطین اړوند وروستیو تحولاتو او په غزې تړانګه د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه بریدونو د دوام په اړه خبرې اترې وکړې.
-
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر: په فلسطین کې د جنایتونو ټول عاملین باید ځواب ورکړي
Dec 09, 2023 01:18په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر او د دایمي استازي مرستیاله زهرا ارشادي وایي، په فلسطین کې د جنایتونو ټول عاملین؛ د هغه کسانو په ګډون چې د صهیونیسټي رژیم سره مرسته کوي، باید حساب ورکړي.
-
ایران او روسیې په غزې د حملو د بندیدا غوښتنه وکړه
Dec 08, 2023 10:06فارس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د فلسطین د غزې تړانګې د مظلومو خلکو پرضد د بمباریو په چټک ډول د بندیدا ، د دغه سیمې د کلابندۍ د ختمیدا او د فلسطین د ملت د حقوقو د احقاق په هکله سمدستي اقدام د روسیې او د ایران د ولسمشرانو په خبرو کښې د ټینګار وړ او د ګډو ټکو په توګه مطرح شول.
-
د ایران محصیلین له امریکا سره د مبارزې مخکښان دي
Dec 08, 2023 12:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه خطیب په ایران کښې د محصیلینو د غورځنګ ځلانده مخینو ته په اشارې سره وویل: محصیلین د امریکا له ظلم سره د مبارزې مخکښان دي.
-
د ایران او د روسیې د ولسمشرانو د خبرو مهمه موضع فلسطین وه
Dec 08, 2023 09:45ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ماسکو کښې د روسیې او د ایران د ولسمشرانو پینځه ساعته سلامشورې او خبرو ته په اشارې سره وویل: د خبرو اترو مهمه برخه د فلسطین په موضوع متمرکزه وه.
-
صهیونیسټ رژیم باید د جنایتونو په خاطر سزا شي
Dec 08, 2023 08:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې او سفیرې میرمن « زهرا ارشادي» وویل د هیګ له نړیوالې محکمې هیله کیږي چې په غزې کښې د سترو جنایتونو عاملانو ته سزا ورکړي.
-
دښمن د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه ناسم ادرس ورکوي
Dec 08, 2023 02:08زمونږ د خبر یال د راپور له مخې د ایران د ایټمي انرجۍ سازمان مشر د ایران د علومو د وزارت د مدیرانو او چارواکو یوې ډلې، د تهران د پوهنتون د محصلینو د علمي اتحادیو د سیکرترانو او د ساینسي انجمنونو د اتحادیو عمومي منشيانو په غونډه کې ګډون وکړ.
-
د ایران ولسمشرد ماسکو له سفره نن تهران ته راستون شو
Dec 08, 2023 01:17د ایرنا د خبر له مخې، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره دوه اړخیزه کتنه او خبرې اترې، د لوړ رتبه پلاویو کتنه او د دواړو هیوادونو د ګډو او دلچسپو مسائلو په تیره بیا د غزې د اقتصادی مسائلو او پرمختګونو په هکله بحث او د نظر تبادله روسیې ته د ډاکټر رئیسي د سفر د پلانونو یوه برخه وه .