ایران او روسیې په غزې د حملو د بندیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142844-ایران_او_روسیې_په_غزې_د_حملو_د_بندیدا_غوښتنه_وکړه
فارس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د فلسطین د غزې تړانګې د مظلومو خلکو پرضد د بمباریو په چټک ډول د بندیدا ، د دغه سیمې د کلابندۍ د ختمیدا او د فلسطین د ملت د حقوقو د احقاق په هکله سمدستي اقدام د روسیې او د ایران د ولسمشرانو په خبرو کښې د ټینګار وړ او د ګډو ټکو په توګه مطرح شول.
(last modified 2023-12-08T05:48:44+00:00 )
Dec 08, 2023 10:06 Asia/Kabul
  • ایران او روسیې په غزې د حملو د بندیدا غوښتنه وکړه

فارس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د فلسطین د غزې تړانګې د مظلومو خلکو پرضد د بمباریو په چټک ډول د بندیدا ، د دغه سیمې د کلابندۍ د ختمیدا او د فلسطین د ملت د حقوقو د احقاق په هکله سمدستي اقدام د روسیې او د ایران د ولسمشرانو په خبرو کښې د ټینګار وړ او د ګډو ټکو په توګه مطرح شول.

ابراهیم رئیسي روسیې ته له یوه ورځني  کوټلي سفر وروسته نن تهران ته د بیرته راستنیدا په وخت د دغه سفر د پایلو په هکله وویل په دغه سفر کښې د روسیې او د ایران د نظر وړ په تیره بیا د انرژۍ ، د کرهڼې او د ټرانزیټ په برخو کښې د مسائیلو او د تهران او د ماسکو ترمینځ د ملګرتیاو د تر ټولو مهمو چورلیزونو په توګه د شمال ـ جنوب د لارې د ملګرتیاو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغه راز د فلسطین موضوع ماسکو ته په سفر کښې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرواترو تر ټولو مهم چورلیز وباله او زیاته یې کړه د غزې د مظلومو خلکو پرضد د بمباریو په چټک  ډول بندیدل ، د دغه سیمې د کلابندۍ ختمول او د فلسطین د ملت د حقوقو د احقاق لپاره سمدستي اقدام ترسره کول په دغو خبرو کښې د دواړو مشرانو د ټينګار وړ او د ګډو ټکو په توګه مطرح شول.